Pajhwok Afghan News

ستانکزی: عدالت هغه حاکمان ټینګولای شي چې له خلکو سره په اړیکه کې وي

کابل (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په سیاسي، علمي او اقتصادي ډګر کې او دغه راز له نفس او فقر سره پر جهاد ټینګار کوي، وایي، حاکمان باید له خلکو سره په اړیکه کې ږ اوسي څو یې له ستونزو خبر شي.

ستانکزي دغه څرګندونې نن د کابل لپاره د نوي والي د پېژندنې په تړاو جوړه شوې غونډه کې وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د لېندۍ په نهمه ویلي وو چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مخکنی مرستیال محمدقاسم خالد د کابل د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شيرمحمد عباس ستانکزي د کابل د والي په توګه د خالد د معرفي کولو په ناسته کې وویل، کابل د افغانستان زړه دی، د نورو ولایتونو په پرتله ډېر نفوس لري او ډېر کار ته هم اړتیا لري.

ده د کابل والي ته په خطاب کې وویل که غواړي چې بریالی و اوسي نو باید له خلکو سره په اړیکه کې وي، په انزوا او په دفتر کې اوسېدل، پر ځان پیرې درول او خلکو ته اجازه نه ورکول، دا د حکومت کولو لاره نه ده.

ده وویل: «که هر وخت یو حاکم، یو والي، یو وزیر، امیرالمومنین له خلکو سره په تماس کې و، همېشه له دوی سره ناست و، له دوی سره یې څکل، خوړل، هر څه یې سره یو و، د خلکو په مشکلاتو پوه و، هغه بیا عدالت هم کولی شي او د خلکو ستونزې هم ورحلولی شي.»

د هغه په وینا، په ټولو هغو دولتي ادارو کې چې دغه ټکو ته پام نه کېږي، هلته به فساد وي، هلته به بې عدالتي وي او هلته به خلک مایوسه کېږي.

ستانکزي وویل: «نن بمبارد نشته، نن بهرني عسکر نشته، مسلحانه جهاد د کفارو په مقابل کې ختم شو، اوس به له نفس سره جهاد کوو، له فقر سره به جهاد کوو، په سیاسي، علمي او اقتصادي ډګر کې به جهاد کوو، موږ باید دنیاوالو ته دا ښکاره کړو چې موږ په لسو، شلو کلونو کې داسې اقتصاد جوړوو چې نورو هېوادونو ته به مرستې ورلېږو، اوس د همدې وخت دی او باید کار ورته وشي.»

د هغه په خبره، دغې موخې ته د رسېدو لپاره اړتیا ده چې کار د کار اهل ته وسپارل شي او هر څوک خپل مسوولیت په امانتدارۍ او اخلاص سره ترسره کړي.

ستانکزی وایي: «کار اهل کار ته سپارل د اسلام اصل دی، که څوک یو مسوولیت یو چاته د وطندارۍ، واسطې، انډیوالۍ له امله ورسپاري دا خیانت دی او د قرآن خلاف کار دی. مجاهدین باید دې ته متوجه وي چې ټول افغانان زموږ اعمالو ته ګوري او په وړه موضوع هم دوی ته مایوسي دریږي؛ ځکه چې دوی شپه او ورځ دعا کوله چې خدایه اسلامي نظام حاکم کړې، که اوس یو مجاهد یو وړوکی غلط کار هم وکړي مایوسه کیږي، د دې ملت سترګې موږ ته دي.»

ده وویل که چېرې ملت مایوسه شو، د حکومت پر وړاندې به دریږي او حکومت مسوولیت لري چې خلکو ته امنیت راولي، د کار زمینه ورته برابره کړي او کار د کار اهل ته وسپاري.

هغه زیاتوي: «دا هغه وخت کېدای شي چې له خودغرضۍ، انډیوال‌بازۍ څخه لاس واخلو، هر افغان زما ملګری دی او زه ورباندې اعتماد کوم چې په هر ځای کې مقرر شي، دا نه ده چې دا زما ملګری دی، دا دې دلته وي او هغه بل زما ملګری نه دی هغه دې نه وي، دا حکومتداري نه ده، دا د حکومتدارۍ شیوه نه ده، حکومتداري داسې نه کیږي.»

ده وویل، چې زده‌کړې د ملت حق دی او دروازې یې باید پرانيستل شي، هېوادونه په علم پرمختګ کوي او اړتیا ده چې په هېواد کې د زده کړو زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د تېر کال د زمري میاشتې له تحول وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي. حکومتي چارواکو ویلي چې په دې اړه په یوه طرحه کار کېږي، خو تر اوسه دغه ښوونځي نه دي پرانيستل شوي.

شېرمحمد عباس ستانکزي له دې مخکې هم په تینګار سره ویلي وو چې د نجونو ښوونځي دې پرانيستل شي او د بندېدو لپاره یې هېڅ شرعي دلیل نشته.

په ننیو یادو مراسمو کې د کابل والي محمدقاسم خالد وویل، اسلامي نظام ساتنه غواړي، د خلکو پوښتنه باید وشي او د ملت د یووالي او وحدت لپاره دې هڅې وشي.

ده وویل، نور باید په هېواد کې له هیچ چا سره تبعیضي، قومي او سمتي چلند ونه شي.

هغه زیاته کړه چې د ملت د یووالي لپاره د اسلامي امارت له لوري عملي ګامونه اخيستل شوي چې یوه بېلګه یې د د بدخشان د پامیر خلکو ته ځانګړې پاملرنه ده چې له پام غورځول شوي وو.

ده په دې اړه جزئیات ورنه کړل، خو د راپورونو له مخې، څو ورځې مخکې د افغانستان سرپرست حکومت پامیریانو ته ژمنۍ مرستې ورسولې او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ویلي وو چې د لومړي ځل لپاره پامیر کې د یوې مخابراتي شبکې فعالولو وړاندیز منل شوی دی.

Views: 987

Exit mobile version