ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان مشهوره سندرغاړې مېرمن قمرګل مړه شوه

د افغانستان مشهوره سندرغاړې مېرمن قمرګل مړه شوه

author avatar
10 Dec 2022 - 15:44
د افغانستان مشهوره سندرغاړې مېرمن قمرګل مړه شوه
author avatar
10 Dec 2022 - 15:44

کابل (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان مشهوره سندرغاړې قمرګله د ورپېښې ناروغۍ له امله د کاناډا په ټورنټو ښار کې مړه شوې ده.

په ټورنټو کې مېشتو افغانانو پر خپلو فېسبوک‌پاڼو لیکلي چې قمرګله د ورپېښې ناروغۍ له امله تېره ورځ د ټورنټو ښار په یوه روغتون کې ساه ورکړې ده.

د «صدای ملت» فېسبوک‌پاڼې معلوماتو له مخې، قمرګله د ۱۹۵۲ زېږدیز کال د جنوري په ۲۱مه د ننګرهار د شګې په کلي زېږېدلې وه.

قمرګله د افغانستان په موسیقۍ کې یوه مشهوره او پېژندل شوې څېره وه چې سندرې یې له شاوخوا نیمې پېړۍ په دغه هېواد کې اورېدل کېدې او ډېرې سندرې یې ویلې دي.

نوموړې د افغانستان د مشهور سندرغاړي استاد زاخېل مېرمن وه او له څو کلونو راهیسې یې په کاناډا کې ژوند کاوه.

Views: 57

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.