کابل (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۱): د هواپېژندنې ادارې د هېواد په لسو ولایتونو کې د سخت ورښت او واورې اورېدو خبر ورکړی دی.
په هغه اعلامیه کې چې نن (شنبه) د دغه رياست پر فيسبوکپاڼه خپره شوې، راغلي چې د روانې مياشتې په ٢٠مه نېټه په هرات، فراه، نيمروز، هلمند، کندهار، زابل، اروزګان، دایکنډي، غور او بادغېس ولایتونو کې د سخت ورښت او واورې اورېدو اټکل شته دی.
سرچینې زیاته کړې، د اورښت کچه په بېلابېلو سیمو کې له ۵ تر ۲۰ ملي متره پورې اټکل شوې ده.
یادې ادارې دغهراز زیاته کړې، د واورې اورېدنې کچه هم په بېلابېلو سیمو کې له ۵ تر ۲۰ سانتي متره پورې اټکل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د هواپېژندنې ریاست د لېندۍ په ۱۷مه هم د سالنګونو په ګډون په شپږو ولایتونو کې د ورښت او واورې اورېدنې د اټکل خبر ورکړی و.
Views: 116