کابل (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۱): د مالیې وزارت سرپرست له ملګرو ملتونو غوښتي چې بشري مرستې دې له دولتي ادارو سره په همغږۍ ترسره شي او د دې تر څنګ دې په پراختیایي برخو کې هم مرستې وشي.
مالیې وزارت نن (یکشنبه) په خپله ټویټرپاڼه کې ليکلي چې د یاد وزارت سرپرست ملا هدایتالله بدري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت دفتر (یوناما) له مشرې روزا اوتنبایوا سره کتلي دي.
سرچينه زياتوي، په دغه کتنه کې د مالیې وزیر د ملګرو ملتونو بشري مرستو له امله له اوتنبایوا څخه د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه چي بشري مرستې دې له دولتي ادارو سره په همغږۍ ترسره شي او ترڅنګ يې په پراختیایي برخو کې هم مرستې وشي.
ده ويلي، اوسمهال د مالیې وزارت ټولې چارې په روڼتیا او مسلکي ډول پر مخ وړل کېږي او ټول عواید د سیستم له لارې په شفاف ډول راټولېږي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، روزا اوتنبایوا په افغانستان کې د اقتصادي ثبات ساتنې، ملي بودجې جوړېدو او د عادي بودجې تر څنګ، د پراختیایي چارو ترسره کولو له امله د مالیې وزارت رهبري وستایله.
هغې ډاډ ورکړی چې د ملګرو ملتونو نړۍوال سازمان به له افغانستان سره مثبت تعامل وکړي او بشري مرستو ته به دوام ورکړي.
Views: 207