کابل (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۱): مالیې وزارت اعلان کړی چې له ۲۰۱۳ تر ۲۰۲۲ ماډل ګړندي موټرو وارداتي ګمرکي تعرفه یې ټيټه کړې ده.
مالیې وزرات پرون (یکشنبه) ناوخته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د ګمرکونو ریاست د وړاندیز، د تعرفې کمیټې د پرېکړې او د دغه وزارت د منظورۍ له مخې، د موټرو تعرفه د هغو مشخصاتو ته په کتو په ترتیب سره له ۷۰ څخه ۴۰ ته، له ۶۰ څخه ۳۰ او له ۴۰ څخه ۲۰ سلنې ته راټيټه شوې ده.
یاد وزارت څرګنده کړې چې له لسو کلونو راهیسې د ټيټ ماډل موټرو واردات بند دي.
د دغه وزارت په وینا، د دې ګمرکي تعرفې کمولو موخه په بازارونو کې د نویو موټرونو ترڅنګ د پخوانیو موټرونو راوستل او دغهراز د ملي عوایدو لوړول دي.
د یادونې ده چې څه موده مخکې هم مالیې وزارت د سبزیو بیو کمولو په موخه د وارداتو تعرفه له ۲۰ څخه پنځه سلنې ته راټيټه کړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP