ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: د حکومتي ادارو وياندويان باید رسنيو ته پر وخت اول لاس معلومات ورکړي

مجاهد: د حکومتي ادارو وياندويان باید رسنيو ته پر وخت اول لاس معلومات ورکړي

author avatar
14 Dec 2022 - 16:33
مجاهد: د حکومتي ادارو وياندويان باید رسنيو ته پر وخت اول لاس معلومات ورکړي
author avatar
14 Dec 2022 - 16:33

کابل (پژواک، ٢٣ لېندۍ ١٤٠١): د اسلامي امارت وياند اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست د عامه پوهاوي او همغږۍ لومړۍ ناسته کې وويل چې د حکومتي ادارو وياندويان دې اول لاس معلومات پر وخت له رسنیو سره شریک کړي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست د عامه پوهاوي او همغږۍ لومړۍ ناسته تېره ورځ په کابل کې جوړه شوه چې د حکومتي مسوولينو ترڅنګ خبريالانو هم په کې ګډون کړى و.

په دې غونډه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي رييس هدایت‌الله هدایت وويل چې دغه ریاست به د خپلو مسوولیتونو په ترسره کولو کې هیڅ راز هڅې ونه سپموي او وياندویان یې مخاطب کړل چې دوی باید رسنیو ته پر وخت معلومات ورکړي.

دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستيال مهاجر فراهي په خپلو څرګندونو کې اطلاعاتو ته لاسرسی د ملت حق یاد کړ او ټینګار یې وکړ چې د ولس او امارت ترمنځ مؤثق معلومات غښتلی باور رامنځته کولای شي.

همدارنګه د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد د وزارتونو ویاندویانو ته توصیه وکړه چې اول لاس معلومات دې له رسنیو سره شریک کړي او په خپلو دندو کې دې هڅانده و اوسي څو ملت او رسنۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ناهیلۍ سره مخ نه شي.

د غونډې په پای کې ګډونوالو اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه خپلې مشورې، غوښتنې او وړاندیزونه له مسوولینو سره شریک کړل او مسوولینو یې د عملي کولو ډاډ ورکړ.

د یادوني ده، اطلاعاتو ته د لاسرسې پخوانی کمېسيون چې اوس یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر چتر لاندې د ریاست په توګه  فعالیت پیل کړى، دا یې لومړۍ ناسته وه چې د عامه پوهاوي په موخه ترسره شوه.

Views: 103

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.