Pajhwok Afghan News

تخار کې ۷۰ کلن سپین‌‌ږیری: د کورنۍ ټول غړي مې د جګړې قرباني شول، سوله مې هیله ده

تالقان (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۱): د تخار ولايت اوسېدونکی، ۷۰ کلن سپین‌‌ږیری چې د وروستيو جګړو له امله يې د خپلې مېرمنې او ماشومانو په ګډون د کورنۍ ټول غړي له لاسه ورکړي وايي، له جګړې ستړی شوی او اوس يې يوازينۍ هيله دايمي سوله ده.

په تالقان ښار کې د واورې له اورېدو او د سړې هوا له کمېدو وروسته مې د پژواک خبري اژانس لپاره د راپور چمتو کولو په موخه د سوژې موندلو لپاره مټې راونغاړلې؛ د تالقان ښار هوا د لمر په راختلو سره نوی رنګ اخیستی و؛ د دغه ښار مرکزي څلورلاري ته له رسېدو مخکې مې سترګې پر یوه پاخه عمر سړي ولګېدې چې په سترګو کې یې اوښکې ډنډ وې او ارام ناست دی.

له هغه مې وپوښتل چې کاکا خیریت دی؟ په ​​ژړغوني غږ یې راته وویل، د خپلې کورنۍ په فکر کې ډوب دی چې کلونه کېږي د جګړې په پایله کې قرباني شوي؛ بیا یې له لاسه ونیولم او د دغه ښار په یوه څنډه کې یې هغه یخې کوټې ته بوتلم چې دی پکې اوسېږي، غوښتل یې د زړه درد راته بیان کړي.

دغه ۷۰ کلن سړی محمدقاضي نومېږي او د تخار ولایت د خواجه‌غار ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی. که څه هم له پژواک سره یې د خبرو پرمهال د کورنۍ له لاسه ورکولو درد بیانولو سره څو ځلې غاړه تازه کړه، خو بیا یې هم له اوښکو په ډکو سترګو دغه دردونکې کيسه داسې بیان کړه: «د ۱۳۹۰ کال د مني موسم و او له خپلې مېرمنې او درېیو اولادونو سره مې په یوه فقیرانه خونه کې د غرمې ډوډۍ خوړله چې ناڅاپه مې یو ډارونکی غږ واورېد، د ورځې روښانه هوا راباندې تیاره شوه؛ سترګې مې پیکه شوې، د اورېدلو حس مې له لاسه ورکړی و او د بدن په ځینو غړو کې مې ورو ورو د سوزېدو داسې ‎احساس کاوه چې خامخا ټپي شوی یم؛ وروسته له هغه چې بې‌هوشه شوم، ورور مې د کندوز ولایت یو روغتون ته لېږدولی وم، کله چې په هوش راغلم، له ورور مې وپوښتل چې کورنۍ ته څه پېښ شوي، هغه راته وویل چې اندېښنه مه کوه، ټول ښه دي؛ په داسې حال کې چې پر کور مې د بم غورځېدو له امله مېرمن او درې اولادونه مې قرباني شوي وو او ما یې د جنازې او ښخولو په اړه معلومات نه درلودل؛ ځکه پر ملا او پښو سخټ ټپي شوی وم او د ډاکترانو تر څارنې لاندې وم.»

محمد‌قاضي زیاتوي، له دې خونړۍ پېښې او په روغتون کې له شاوخوا ۵۰ ورځني بستر‎ وروسته چې کله کور ته ولاړ، نه یې د کوچنیو ماشومانو خوږ غږ و چې هر ځل به یې د پلار جان غږ ورته کاوه ‎او نه یې د مېرمنې غږ و چې کور ته په هر ځل ورتګ سره به یې د ښه راغلاست په غږ اورېدو ‎ټولې ستړیاوې او دردونه یې لرې کېدل.

هغه وايي: «د دغه حالت په لېدو سره یو ځل بیا د خیالونو په دنیا کې ډوب شوم چې ما درې زامن او یوه مهربانه ښځه درلودل؛ خدایه دوی څه شول او چېرته لاړل؛ خو زما مور د دې لپاره چې قناعت مې حاصل شي، خپله خواشیني او ژړا یې په یو ډول پټوله او ویل یې، بچیه، حکیم ‎-چې زما د مشر زوی نوم و- ګاونډي کره تللی، ښايي څو ساعته وروسته بېرته راشي، خو ما احساس کاوه چې هغوی نور له سره نشته.» ‎

نوموړی زیاتوي، وروسته له هغه چې له ګاونډیانو څخه خبر شو چې د ده پر کور بم غورځېدلی او مېرمن او درې ماشومان یې پکې وژل شوي، د کندوز دشت‌ ارچي ولسوالۍ ته کډه شو.

هغه وايي، له څو کلونو راهيسې له کورنۍ پرته او د هغوی له لاسه ورکولو په درد زغمولو سره د تالقان ښار په یوه څنډه کې په يوه خونه کې ژوند کوي.

دغه سپین ږيری دغه‌راز د تېر حکومت او مرستندويه بنسټونو له نه پاملرنې شکايت کوي او وايي، تر اوسه یې له هیڅ موسسې ‎مرسته نه ده ترلاسه کړې او په يوازې توګه په سخت اقتصادي وضعیت کې ژوند تېروي.

محمدقاضي په هېواد کې د اوږدو جګړو له امله ستړی دی او وايي: «اولادونه مې واړه او لویان وو، له کومې ګناه پرته له مېرمنې سره مې يو ځای قرباني شول چې د هغو له لاسه ورکولو سره راته ژوند بې‎‌معنا شوی؛ اوس د خپلې کورنۍ نه شتون لوی درد په سړو او ګرمو شپو کې له اوښکو په ډکو سترګو او ‎زړه کې تېروم.»

که څه هم دغه بوډا په هېواد کې د نسبي امنیت له راتلو خوښي څرګندوي خو وايي، اوس هم کله ناکله د خپلې وړې راډيو له لارې په ځينو ولايتونو په ځانګړې توګه کابل کې د جګړو خبرونه اوري چې له امله یې ځورېږي.

د هغه په خبره، کله ناکله څو ساعته د خپلې وړې راډيو له لارې ‎خبرونه اوري او هيله لري چې هر څوک د سولې په اړه خبرې وکړي او د ده لپاره هيلې بښونکې وي.

له محمدقاضي  مې د هغه د سترې هیلې په اړه وپوښتل، هغه وویل: «۷۰ کلن یم، تر اوسه تل د جګړې او جنګونو، د خلکو بې‌کوره کېدو او قرباني کېدو، بې‌ځایه کېدو او کډوالېدو شاهد وم، اوس مې یوازینۍ هیله دا ده چې سوله تامین شي ‎او نور باید په افغانستان هیڅوک د جګړې او خپلو کورنیو د غړو له لاسه ورکولو شاهدان نه وي.»

هغه زیاتوي، د ده په څېر په هېواد کې زرګونه نورو کورنیو قربانۍ ورکړې دي؛ خو له دې وروسته هیله لري چې ټول د رښتینې سولې او ورورولۍ تر سیوري لاندې خپل ژوند ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخار ولایت خواجه‌غار ولسوالي په تېرو شلو کلونو کې د سختو جګړو شاهده وه او په تخار کې هره کورنۍ په ځانګړي ډول په دغه ولسوالۍ کې د اوږدو جګړو قرباني شوې ده؛ اوس چې په هېواد کې له سياسي بدلون وروسته نسبي امنيت راغلی، د واقعي او دايمي سولې غوښتنې موجودې دي.

Views: 74

Exit mobile version