Pajhwok Afghan News

بلخ کې یو کس د خپلې مېرمنې د وژلو په تور نیول شوی

مزارشریف (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د بلخ امنیتي مسوولین وايي، یو کس یې نیولی چې دوې شپې مخکې د دغه ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې یې خپله مېرمن وژلې وه.

د بلخ امنیې قوماندانۍ له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ۳۶ کلن مولادین د دغه ولایت د دهدادي په کرملوک کلي کې د تېرې سه‌شنبې په شپه خپله مېرمن -چې ۲۸ کاله عمر یې درلود- خفک کړې او وژلې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې دغه پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې او د یادې ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د وژل شوې مېرمن خاوند د هغې د وژنې په تور نیولی دی.

Views: 266

Exit mobile version