Pajhwok Afghan News

د سالنګ تونل کې اورلګېدنې ۱۲ کسان مړه او ۳۷ نور ټپیان کړي

دویم تعقیب – کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د ټولګټو چارو وزارت وایي، د سالنګ په تونل کې د تېرې شپې اورلګېدنې له امله ۱۲ کسان مړه او ۳۷ نور ټپیان شوي دي.

د ټولګټو چارو وزارت وياند مولوي حميدالله مصباح پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېر ماښام شاوخوا شپږنيمې بجې يو ټانکر چې سون‌توکي په کې بار وو، د تخنيکي ستونزې له امله اوښتی او سمدستي يې اور اخيستی و.

هغه زياتوي: «د سالنګ په تونل کې له ياد ټانکر سره نږدې څو موټرو هم اور اخيستی، تر اوسه يوازې ټانکر راایستل شوی او د نورو موټرو را ایستلو کار روان دی چې شمېر به يې وروسته معلوم شي.»

مصباح وویل: «دا چې له شمالي لوري تونل کې ډېر دود او غبار وو، نو د سالنګونو ساتنې او څارنې رياست پرسونل له جنوبي سالنګه ورغلي او نن سهار اته بجې وضعیت عادي شوی دی.»

هغه زياتوي، تر اوسه ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۷ نور ټپيان شوي دي.

د ده په وينا، د سالنګ لويه لار لا هم د ترافيکو پر مخ تړلې او تر هغه چې د ټولګټو وزارت اعلان نه وي کړی، موټر چلوونکي دې د سالنګونو پر لور حرکت نه کوي.

د ملي دفاع وزارت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه وزارت د سالنګ تونل کې د تېلو ټانکر اورلګېدنې پېښې د قربانیانو او ټپیانو لېږد په موخه د بېړنۍ درملنې لپاره طبي ټیمونه او لومړنۍ مرستې له پوځي چورلکو سره یو ځای سیمې ته لېږدولي دي.

د عامې روغتیا وزارت هم پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د سالنګ اورلګېدنې پېښې ټپيانو او په تونل کې بندو مسافرو ته د شپې ناوخته د عامې روغتيا وزير، ډاکټر قلندر عباد په شتون کې عاجل روغتيايي او د ژغورنې خدمات ترسره شول او د پېښې سوځېدلي مسافر د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي ټيمونو له لوري د کابل، بغلان او پروان روغتونونو ته انتقال شول.

Views: 311

Exit mobile version