میدانښار (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د ميدان وردګو مسوولين وايي چې د دغه ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې له ۸۶ جنګځپلو کورنیو سره د نغدو پيسو مرسته وشوه.
د دغه ولایت طبيعي پېښو ته د رسېدنې رياست پژواک خبري اژانس ته په رالېږلی خبرپاڼه کې ويلي، نن په سيداباد ولسوالۍ کې له ۸۶ جنګځپلو کورنيو سره د نغدو پيسو مرسته وشوه.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه مرسته د «خلک په اړتیا کې» (PIN) موسسې په مالي ملاتړ شوې ده.
سرچینه وایي، هرې کورنۍ ته ۱۴۶۰۶ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، د سیدآباد ولسوالۍ په سالارو، یوسفخېلو، مليخیلو او سلطانخېلو سیمو کې ۸۰۰ کورنۍ ثبت شوې چې په تېرو جګړو او طبیعي پېښو کې یې کورنه تخریب شوي وو.
د سرچینې په وینا چې له یادو کورنیو سره به په راتلونکي کې هم درې ځله نغدي مرستې وشي.
Views: 19