ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیت شورا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي پر راپور بحث کوي

امنیت شورا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي پر راپور بحث کوي

author avatar
19 Dec 2022 - 17:57
امنیت شورا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي پر راپور بحث کوي
author avatar
19 Dec 2022 - 17:57

کابل (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د افغانستان په اړه د دغه سازمان د سرمنشي پر راپور بحث کېږي.

د يوناما له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د وضعیت او په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د فعالیتونو په اړه، د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش وروستی درې میاشتنی راپور اوس په لاس کې دی.

سرچينه زياتوي، ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ډسمبر په ۲۰مه د نیویارک پر وخت ۱۰:۰۰ بجې (د کابل په سیمه‌ییز وخت ۱۹:۳۰) د راپور په اړه بحث وکړي.

سرچينه کاږي، په دې ناسته کې به افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا خپلې څرګندونې وکړي.

یوناما درې ورځې وړاندې د انتونیو ګوتریش په حواله ویلي و چې افغانستان باید پر نړۍوالو معیارونو په تېره بیا له مجازاتو نه د معافیت په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

تر دې مخکې څو هېوادونو او بنسټونو په تېره بیا ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده، خو اسلامي امارت په وار وار دغه اندېښنې رد کړې او ویلي چې په افغانستان کې بشري حقونه تر بل هر وخت خوندي شوي دي.

Views: 108

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.