نیلي (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۱): د دایکنډي مرکز نیلي اړوند یوه لرې سیمه لذیر کې د ۴۰۰زره افغانیو په لګښت یو روغتیايي کلینیک جوړ او پرون د ځايي مسوولینو په حضور کې پرانیستل شو.
د دايکنډي د سرې مياشتې رييس ميراحمد هاشمي وويل، دغه کلينيک په يوه پوړ کې د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست په همغږۍ د ناروې د سره صليب په مرسته جوړ او تجهیز شوی دی.
هغه زیاته کړه، دوی هڅه کوي چې روغتیايي خدمتونو ته د لرو سیمو اوسېدونکو لاسرسی ډېر شي.
د عامې روغتیا ریاست مرستیال سیداسحاق حسیني وویل، دغه کلینیک د ناروغانو درملنې لپاره له ټولو اسانتیاوو سره، روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته چمتو دی.
د دايکنډي والي امينالله عبيد د یاد کلينيک پرانیستل روغتيايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې يوه مهمه لاستهراوړنه وبلله او د عامې روغتيا له مسوولينو يې وغوښتل، په هغو سيمو کې چې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى نشته، روغتيايي خدمات وړاندې کړي.
د لذیر کلي اوسېدونکي وايي، مخکې له دې د دوی په سیمه کې د ناروغانو درملنې لپاره روغتیايي مرکزونه نه وو چې له امله یې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ وو.
د لذیر کلي يوه اوسېدونکي الله يار حسني پژواک ته وويل، پخوا يې په کلي کې روغتيايي مرکزونه فعال نه وو او خلک به د خپلو ناروغانو تشخيص او درملنې لپاره نيلي ته تلل.
هغه زياته کړه، دا لومړى ځل دى چې په سيمه کې یې يو معياري کلينيک جوړ شوی دی.
د لذیر يو بل اوسېدونکى رووف هم د دغه کلينيک پرانيستل روغتيايي خدمتونو ته د دوى د لاسرسي په برخه کې يو مهم ګام بولي او زياتوي چې د دغه کلينيک په فعالېدو سره د خلکو د روغتيايي ستونزو يوه برخه حل شوې ده.
هغه ټینګار کوي، مخکې له دې ډېری ناروغانو د روغتون د لرې واټن له امله له سفارشي او بې نسخې درملو استفاده کوله.
دايکنډي يو له غرنيو او سختو لارو لرونکو ولايتونو څخه دى چې د روغتيايي خدمتونو په ګډون عامه خدمتونو ته د خلکو لاسرسى کم دى.
Views: 11