ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د یوې ځوانې نجلۍ مړی موندل شوی

کندهار کې د یوې ځوانې نجلۍ مړی موندل شوی

author avatar
25 Dec 2022 - 13:34
کندهار کې د یوې ځوانې نجلۍ مړی موندل شوی
author avatar
25 Dec 2022 - 13:34

کندهار (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۱): د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د یوې ځوانې نجلۍ مړی موندل شوی چې په مرموز ډول وژل شوې ده.

د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي مسوول حاجي زید پېښه تاییدوي او وايي، د دې شاوخوا ۱۷ کلنې نجلۍ جسد د میوند ولسوالۍ په «حوض مدد» دښته کې پيدا شوی دی.

هغه زیاته کړه، نجلۍ زندۍ شوې او ښايي د وژلو انګېزه یې کورنۍ ستونزې وي.

خو دی وايي، د پېښې په اړه د امنیتي کسانو پلټنې روانې دي او تر دې مهاله څوک نه دي نیول شوي.

د نجلۍ مړی روغتون ته لېږدول شوی او تر دمګړی یې کورنۍ او خپلوان نه دي پيدا شوي.

په کندهار کې مخکې هم ورته پېښې شوې چې پر ښځو سربېره نارینه هم په مرموز ډول وژل شوي او بیا یې جسدونه موندل شوي دي.

Views: 4663

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.