ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان بانک راتلونکې چهارشنبه ۱۶میلیون امریکایي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک راتلونکې چهارشنبه ۱۶میلیون امریکایي ډالر لیلاموي

author avatar
26 Dec 2022 - 16:18
د افغانستان بانک راتلونکې چهارشنبه ۱۶میلیون امریکایي ډالر لیلاموي
author avatar
26 Dec 2022 - 16:18

کابل (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۱): د افغانستان مرکزي بانک را روانه چهارشنبه د مرغومي په ۷مه، ۱۶ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.

دغه بانک نن د مرغومي په ۵مه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي: «د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۴۴ کال د جمادی‌الثانی میاشتې په ۴مه (۰۷، ۱۰، ۱۴۰۱) د چهارشنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر ۱۶ میلیون امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول وپلوري.»

یاد بانک له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي څو په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.

د افغانستان بانک لیکلي، د داوطلبۍ ګټونکي دې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

سرچینه زیاتوي، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

د یادونې ده، د افغانستان بانک هره اوونۍ ټاکلې اندازه امریکايي ډالر لیلاموي څو د افغانیو ارزښت ثابت وساتي.

Views: 226

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.