کابل (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۱): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د روان کال مرغومي میاشتې تر ۶ مې نیټې له کابل ښار څخه ۲۲ زره او ۱۲۵ سوالګر یې راټول کړي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت نن (چهارشنبه) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې د یاد شمېر سوالګرو په ډله کې ۲۵۴۵ یې نارینه دي چې ۸۹۹ یې مستحق او ۱۶۴۶ یې نور حرفوي پېژندل شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، د راټولو شوو سوالګرو له ډلې ۱۱۴۳۱ یې ښځینه دي چې ۴۸۳۹ یې مستحقې او ۶۵۹۲ نور یې حرفوي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت همداراز په ډاګه کړې چې د یادو سوالګرو په ډله کې ۸۱۴۹ ماشومان هم شته چې ۳۲۰۲ یې مستحق، ۴۸۸۳ یې حرفوي او ۶۴ یې بې سرپرسته دي.
سرچینې لیکلي: «بې سرپرسته ماشومان له بایومتریک طی مراحلو وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت په روزنتون کې داخلېږي او هلته ورته د اعاشې ترڅنګ، د زدهکړې زمینه هم برابرېږي او له مستحقو سوالګرو سره د اسلامي امارت له خوا په دوامدار ډول نغدي مرسته هم کېږي.»
په خبرپاڼه کې د دغو مرستو د اندازې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د یادونې ده، په کابل ښار کې د سوالګرو راټولولو لړۍ د روان کال د زمري میاشتې په ۲۲مه پیل شوه.
Views: 34