فراه (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۱): د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې نن د بشري مرستو همغږۍ موسسې (OCHR) له خوا د څه باندې ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د څښاک پاکو اوبو پنځو شبکو د جوړېدو کار پيل شو.
د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مفتي محمدنیسم سرهنګ پژواک خبري اژانس ته وویل: «نن د بالابلوک ولسوالۍ په ګراني، ګنجآباد، سیاه ځنګل او تقصیر کلیو کې د ۲۰۲زره ۸۷۴ امریکايي ډالرو په ارزښت د څښاک پاکو اوبو پنځو شبکو د جوړېدو کال پيل شو.»
هغه وویل، په سیاه ځنګل کلي کې د څښاک پاکو اوبو دوې شبکې جوړېږي؛ ځکه په وینا يې چې یوه شبکه د خلکو اړتیاوې نشي پوره کولای.
نوموړي زیاته کړه، د یادو شبکو کار به د درېیو میاشتو په اوږدو کې بشپړ شي او ۱۵۰ کسانو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د سرهنګ د معلوماتو له مخې، هره شبکه د ۲۰ زره مکعب متره اوبو ذخیره کولو وړتیا لري او په جوړېدو سره به يې ۱۱۰۰ کورنۍ پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
Views: 17