جلال اباد (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۱): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د نږدې ۱۲ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه فرعي سړک او ويالو جوړولو کارونه پيل شول.
چارواکي وايي، دغه سړک يو کيلومتر اوږدوالی او دواړو خواوو ته ويالې لري چې ټول به کانکرېټ کېږي او په جوړېدو سره به يې زرګونه خلکو ته ګټه ورسېږي.
په همدې تړاو جوړو شويو مراسمو کې د جلال اباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکتوري چارو ريیس انجنیر عبیدالله شیرزاد وويل، د اتمې ناحيې اړوند د ملنګ جان مېنې د فرعي سړک د کانکرېټ کولو کارونه د يوه خصوصي شرکت په تخنيکي همکارۍ پيل شول.
دی وايي، دغه سړک ۱ کیلومتر اوږدوالی او ۷ متره عرض لري او دواړو اړخونو ته يې ۲ کیلوماره ویالې هم لري چې د ۱۱ اعشاريه ۷ ميليونه افغانيو په لګښت جوړېږي.
نوموړي وویل: «دا ټولې ستاسو پیسې دې او بېرته تاسو ته په مصرف رسېږي، له تاسو ولسونو هم هیله لرو چې د دغې پروژې په څارنه او ساتنه کې له ناحیې سره همکاري وکړئ.»
د غونډې پرمهال د سیمې خلکو له ښاروالۍ مننه وکړه، چې د دوی غوښتنه یې د سړک او ویالې په برخه کې ومنله او ورته یې منظور کړل.
يوه ځايي قومي مشر عبدالله خان وویل، د دغه سړک په پخېدو سره به له ډېرو ستونزو خلاص شې.
د جلال اباد ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، د یاد سړک په جوړېدو سره به سلګونه د سیمې اوسېدونکو ته د کار کولو زمینه برابره شې چې چارې به یې د ۶ میاشتو په موده کې بشپړې شې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP