ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې یوه مېرمن: له هغې ورځې چې جګړې رانه ځوان زوی واخیست، ژوند راته دوزخ ګرځېدلی

دایکنډي کې یوه مېرمن: له هغې ورځې چې جګړې رانه ځوان زوی واخیست، ژوند راته دوزخ ګرځېدلی

author avatar
1 Jan 2023 - 20:36
دایکنډي کې یوه مېرمن: له هغې ورځې چې جګړې رانه ځوان زوی واخیست، ژوند راته دوزخ ګرځېدلی
author avatar
1 Jan 2023 - 20:36

نیلي (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۱): د نیلي ښار د پېر او پلور په یوه لوړه ژوره او یخ‌وهلې سیمه کې، یوه بوډۍ مېرمن په خپل دوکان کې د خیاطۍ تارونو تاوولو له لارې د خپلې کورنۍ د ژوند څرخ تاووي.

د تېرې جګړې رنځ او کړاو د دې لامل شوی چې هغه په یوازې سر د خپلې شپږ کسيزې کورنۍ سرپرستي وکړي.

بې‌نظير حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، پنځه کاله مخکې يې خپل ځوان زوى په يوه جګړه کې له لاسه ورکړ او له هغه وروسته داسې احساس کوي چې په دوزخ کې اوسېږي.

هغې وويل، د زوى د مړينې له لومړۍ ورځې يې يوازينۍ هیله سوله ده چې په وینا یې، هېڅ مور هم د خپل ځوان اولاد د غم پر ټغر کښې نه ني.

هغې وويل: «زوی مې شهيد شو، بېوزلي او بدمرغي، يوازيتوب او بی‌کسي راباندې راغلل، اوس د کور یوازینۍ نفقه راوړونکې يم، په کرايي خونو کې اوسېږم، دغه ډول ستونزې را باندې راغلې دي.»

هغې زياته کړه چې خاوند یې شاوخوا ١٨ کاله مخکې مړ شوى او له هغه وخت راهيسې يې په ډېرو سختیو سره خپل اولادونه ستر کړي او د لاسي صنايعو د پلور له لارې يې هغوی ته مړۍ ډوډۍ برابره کړې ده.

نوموړې وويل چې خپل ځوان زوى یې هغه مهال له لاسه ورکړ چې ټاکل شوې وه نور د کورنۍ مسووليت هغه پر غاړه واخلي.

د هغې په ​​وينا، جګړې ټولو خلکو ته دروند زيان اړولى دى. زیاته یې کړه: «جګړې ټول خلک بدبخته کړل، که جګړه نه وای، اوس به مې زوی زما تر څنګ و، مجبوره به نه وم په دې یخ کې له سهاره تر ماښامه سوداګري وکړم.»

د افغانستان د جګړې دردونکې کیسي د دغه بوډۍ ژوند ته داسې بڼه ورکړې چې له سهاره تر ماښامه په خپل کوچني دوکان کې هم د خپل ځوان زوی غمونه وګالي او هم د خپلو اولادونو سرپرستي وکړي.

هغې وويل: «کار مې وکړ، زخمت مې وه ایست، خپلو اولادونو ته مې قلمونه او کتابچې واخیستل، ښوونځي ته مې ولېږل، تراوسه مې پرې نه ښودل چې د کمې احساس وکړي.»

هغې زیاته کړه چې د شهیدانو د کورنۍ په نوم تر اوسه کومې موسسې مرسته نه ده ورسره کړې او په سختو شرایطو کې ژوند کوي؛ هغه یوازې د خپلو لاسي صنایعو پلورلو او ‎خیاطۍ له لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوي.

نوموړې وايي، جګړې ډېری ميندې اغېزمنې کړې دي؛ د هغې په خبره، له هغه راهيسې چې د خپل زوى د مرګ خبر يې اورېدلی، د غم پر ټغر کښېناسته او تر اوسه يې پر هېڅ ټپ ملهم نه دی اېښودل شوی.

خو حسیني اوس خوشحاله ده چې سراسري سوله راغلې او هیله لري چې د هغې په څېر بله مور د خپل زوی غم ونه ګوري.

نوموړې وايي، یو عمر یې د سولې هیله درلوده او تل له بېلابېلو لارو له جګړې اغېزمنه شوې ده.

دا ښځه له ټولو غواړي چې په سوله، ورورولۍ او یووالي کې ژوند وکړي.

لکه څرنګه چې د اوبدلو تارونه یې په منظم ډول د خیاطۍ د ‎ماشین له څرخونو تاوېږي، هیله یې څرګنده کړه چې د خلکو د ژوند تارونه هم د سولې له سیوري تېر شي.

Visits: 38

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.