ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر چارواکي: هڅه کوو له پوهنتونونو تازه فارغان پر دندو وګومارو

د لوګر چارواکي: هڅه کوو له پوهنتونونو تازه فارغان پر دندو وګومارو

author avatar
1 Jan 2023 - 16:39
د لوګر چارواکي: هڅه کوو له پوهنتونونو تازه فارغان پر دندو وګومارو
author avatar
1 Jan 2023 - 16:39

پل علم (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۱): د لوګر په مرکز پل علم کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ننګرهار پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیو ۱۱۸ تازه فارغانو لپاره غونډه جوړه شوې وه.

دغې غونډې ته د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس رفیع‌الله صمیم وویل، په روان ۱۴۰۱ کال کې د ننګرهار پوهنتون له طب، انجنیرۍ، شرعیاتو، کمپیوټر ساینس، ژورنالیزم او پښتو ادبیاتو پوهنځیو څخه د لوګر ۱۱۸ ځوانان فارغ شوي دي.

هغه زیاته کړه، د لوګر اطلاعاتو اوکلتور ریاست هڅه کوي چې فارغو ځوانانو ته په خپلو څانګو کې دندې پيدا کړي.

نوموړی وايي، ځوانان باید خپلې زده‌کړې تر لسانس کچې محدودې نه کړي او په کور دننه او بهر ماسټري او دوکتورا پروګرامونو ته غوښتنلیکونه واستوي.

احمد فواد د ننګرهار پوهنتون له انجنیري پوهنځي څخه فارغ شوی؛ نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، د لوګر ولایتي اداره باید نوي فارغ کسان په دولتي ادارو او همدارنګه کورنیو او نړۍوالو موسسو کې د کارکوونکو په توګه جذب کړي.

هغه همداراز زیاته کړه، په هېواد کې د پخوا په پرتله د وزګارتیا کچه لوړه شوې او ډېر ځوانان اړ کېږي چې د وزګارتیا له امله له هېواده ووځي.

د رحیم‌الله په نوم بل تازه فارغ شوي ځوان پژواک خبري اژانس ته وویل، په دولتي او نادولتي ادارو کې دې ګومارنې په شفافه توګه ترسره شي او د واسطو او فساد کلک مخنیوی دې وشي.

هغه زیاته کړه، که دولت په خپلو ولایتونو کې ځوانان ولایتي ادارو او موسسو ته جذب کړي نو د وزګارتیا کچه به د پام وړ کمه شي.

له ننګرهار پوهنتون څخه د لوګر ۱۱۸ ځوانان په داسې حال کې فارغ شوي چې د هېواد د یو شمېر نورو ولایتونو له پوهنتونونو تازه فارغ شوي ځوانان هم اندېښنه ښيي چې دولتي او نادولتي ادارې به یې جذب کړي او که نه؟

Visits: 244

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.