ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې سلګونه میله وسلې او پوځي مهمات راټول شوي

کونړ کې سلګونه میله وسلې او پوځي مهمات راټول شوي

author avatar
1 Jan 2023 - 15:10
کونړ کې سلګونه میله وسلې او پوځي مهمات راټول شوي
author avatar
1 Jan 2023 - 15:10

اسعداباد (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۱): په کونړ کې د وسلو راټولولو کمېسیون وايي، د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو څخه سلګونه ميله سپکې او درنې وسلې او پوځي مهمات راټول شوي دي.

د یادونې ده، د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او استخباراتو لوی ریاست ګډ پلاوي له تېرې یوې میاشتې راهیسې د کونړ په درېيو ولسوالیو کې د وسلو راټولولو لړۍ پيل کړې ده.

د دفاع وزارت د وسلو او وسایطو راټولولو پلاوي مشر مولوي سعیدالله رضوان نن رسنیو ته وویل، د دغه ولایت په وټه‌پور ولسوالۍ کې له عامو خلکو، د پخواني حکومت له کارکوونکو او هغو طالب جنګیالیو وسلې راټولې شوې چې د تحول پرمهال یې په خپلسرې توګه له ځانه سره وړې وې.

ده وویل: «موږ د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د خپلو پلټنو پرمهال د کونړ مرکز اسعداباد ترڅنګ، په وټه‌پور او سرکاڼو ولسوالیو کې ۶۳۶ میله سپکې او درنې وسلې، څه د پاسه یو میلیون فیره مرمۍ، ۲۵ عرادې نظامي وسایط او یو شمیر نور جنګي مهمات راټول او ثبت کړل.»

د هغه په خبره، له سیاسي تحول وروسته یې په ختیځو ولایتونو کې ۱۶ زره بېلابېلې سپکې او درنې وسلې راټولې او ثبت کړې دي او د مرکزي حکومت له پرېکړې وروسته به یې اړوندو ادارو ته وسپاري.

د کونړ امنیه قوماندان عبدالحق حقاني هم وویل، حکومت ژمن دی چې له بیت‌‌الماله په سمه توګه ساتنه وکړي.

هغه وویل، دوی تر اوسه د ولسي خلکو په مرسته وسلې او جنګي مهمات راټول کړي او دا لړۍ به دوام مومي.

Views: 186

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.