ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د نړۍوال اسلامي پوهنتون ځمکه غصب شوې

ننګرهار کې د نړۍوال اسلامي پوهنتون ځمکه غصب شوې

author avatar
1 Jan 2023 - 15:24
ننګرهار کې د نړۍوال اسلامي پوهنتون ځمکه غصب شوې
author avatar
1 Jan 2023 - 15:24

جلال‌اباد (پژواک، ١١ مرغومی ۱۴۰۱): د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د جوړېدونکي نړۍوال اسلامي پوهنتون يوه اندازه ځمکه د ځايي اوسېدونکو له خوا غصب شوې او کورونه پرې جوړ شوي دي.

د ننګرهار ولايت چارواکي هم مني چې د یاد پوهنتون يوه اندازه ځمکه غصب شوې خو وايي، د بېرته راګرځولو لپاره يې هڅې پيل شوې دي.

د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان مشرانو په ٢٠١٢ زېږديز کال کې په خپله ١٢مه غونډه کې د مصر هېواد په پلازمېنې قاهره کې پرېکړه وکړه چې د افغانستان په مرکز کابل کې دې د اسلامي پراختيايي بانک په مالي ملاتړ يو نړۍوال اسلامي پوهنتون جوړ شي.

هغه مهال حکومت د یاد پوهنتون د جوړېدو لپاره د کابل ولايت په چهار اسياب ولسوالۍ کې ځاى مشخص کړ، خو وروسته يو کس پيدا شوى او پر دې ځمکې يې دعوه وکړه چې د دې ستونزې د حل لپاره د وخت ولسمشر حامد کرزي له لوري د لوړو زده‌کړو او کرنې وزيرانو په مشرۍ يو پلاوى هم وټاکل شو، خو ستونزه يې هواره نه کړاى شوه.

وروسته په ٢٠١٣ کال کې د حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان کابينې پرېکړه وکړه چې دغه نړۍوال پوهنتون دې په ننګرهار ولايت کې جوړ شي چې بيا په دغه ولايت کې ورته ځاى مشخص شو او د بنسټ ډبره يې هم د سيمه‌ييزو چارواکو له خوا کېښودل شوه.

که څه هم د یاد پوهنتون د جوړېدو چارې هماغه مهال پيل شوې خو د امنيتي ستونزو له امله ترسره نه شوې.

له همدغو ګډوډيو په ګټې اخېستو يو شمېر ځایي خلکو د پوهنتون د ځمکې ځينې برخې غصب کړې چې اوس خلکو په کې کورونه جوړ کړي دي.

محمدحسن چې د روداتو ولسوالۍ اړوند په ميرانو سيمه کې د نړۍوال اسلامي پوهنتون پر ځمکه يې کور جوړ کړی وايي، دا ځمکه پرې د يوه ځایي کس له لوري خرڅه شوې ده.

هغه زياته کړه: «موږ دا ځمکې د ميرانو کلي خلکو نه اخېستې دي، موږ ته يې قوالې (قبالې) راکړې، د شخص او د حکومت ضمه‌واري يې اخېستې ده، اوس خو موږ بې‌وسه يو، حکومت دې يا هغه خلک را پيدا کړي او زموږ پيسې دې ترې واخلي او يا دې موږ ته په بل ځای کې ځمکه راکړي.»

د سيمې يو بل اوسېدونکی ګل جان وايي، څو کاله وړاندې چې لا د پوهنتون کارونه نه وو پيل شوي، دوی دغه ځمکې له ځایي خلکو اخیستې ده.

د روداتو ولسوالۍ چارواکي هم مني چې د نړۍوال اسلامي پوهنتون يوه اندازه ځمکه د ځايي خلکو له خوا غصب شوې او اوس یې پرې کورونه جوړ کړي دي.

د روداتو ولسوال مولوي صديق‌الله منصور وايي: «دې باره کې موږ ته د مشرانو له خوا هدايت وشو، نو د پوهنتون باره کې موږ يو ځانګړی کمېسيون جوړ کړ چې عبارت د ولسوالۍ نماينده، قوماندان امنيه او ملي امنيت کسان، هغه ساحه مو وکتله، هغه کومې ابادۍ چې شوې هغه د جمهوريت په وخت کې شوې، موږ اوس خپل راپور له مرکز سره شريک کړی، هره پرېکړه چې هغوی وکړي موږ به يې تطبيق کړو.»

ولسوال وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته هېچاته اجازه نه ده ورکړل شوې چې په یاده ساحه کې تازه غصب او يا هم ابادي وکړي.

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، په ټول ننګرهار کې د غصب شوو ځمکو بېرته راګرځولو او تثبیت لړۍ پيل شوې چې د نړۍوال اسلامي پوهنتون موضوع هم تر تعقيب لاندې ده.

د یاد رياست د رسنيو د همغږۍ مسوول قريشي بدلون پژواک اژانس ته وويل، د غصب شوو ځمکو د تثبيت او بېرته راګرځولو کمېسيون د نورو غصب شوو دولتي، امارتي، وقفي او شاهي ځمکو د راګرځولو ترڅنګ د نړۍوال اسلامي پوهنتون د ځمکې په تړاو هم کار روان کړی دی.

Visits: 70

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.