کابل (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۱): پخوانی ولسمشر کرزی وايي، د پاکستان اوسني حالات او ناامنۍ تر ډېره د پاکستان د حکومت د خپلو پالیسیو نتیجه ده او دغه هېواد دې د خپلو تېرو څو لسیزو پر پالیسي له سره ژور غور وکړي او بدله دې کړي.
د ده له دفتر څخه پژواک اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د دغه هېواد د ملي امنیت شورا د وروستۍ غونډې په اړه وایي: “د پاکستان خلک د افغانستان همسایه وروڼه دي خو د پاکستان اوسني حالات او ناامنۍ تر ډېره د پاکستان د حکومت د خپلو پالیسیو نتیجه ده.»
حامد کرزی له ناامنۍ سره د مؤثرې او اغېزمنې مبارزې لپاره د پاکستان له حکومت څخه غواړي چې د خپلو تېرو څو لسیزو پالیسي باندې له سره عمیق غور وکړي او بدله یې کړي، له تهدید او زور زیاتي ډډه وکړي او په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینگښت لپاره، له افغانستان سره د متمدنو او نېکو اړیکو لار خپله کړي.
د يادولو ده چې د پاکستان د ملي امنیت شورا د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ وروستۍ ناسته کې د پاکستاني طالبانو یا ټيټيپي پر وروستیو فعالیتونو، د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پر ناامنیو په ځانګړې توګه بحث کړی دی.
د پاکستان د حکومت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت شورا په غونډه کې پرېکړه وشوه چې دوی هیڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې ترهګرو ته پناه او اسانتیاوې ورکړي.
که څه هم دوی د کوم هېواد نوم نه دی کړی خو په دې وروستیو کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله نیوکې کړې چې د پاکستان تحریک طالبان په افغانستان کې پټ دي او له هماغه ځایه پر پاکستان بریدونه کوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله د دغه هېواد له ایکسپریس نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې دا هم ویلي، که هېواد یې د تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلو له خوا وګواښل شي، نو اسلاماباد قانوني واک لري چې په افغانستان کې دننه د یاغیانو د پټنځایونو پر ضد اقدام وکړي.
خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت پرون په خبرپاڼه کې ویلي و، چې افغانستان بې څښته هېواد نه دی او تر هر چا د خپل هېواد پر دفاع ښه پوهېږي.
Views: 57