Pajhwok Afghan News

مجاهد: ننګرهار کې د داعش یوه مهم غړي په ګډون د دغې ډلې درې کسان وژل شوي

کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۱): د اسلامي امارت ویاند وایي، تېره شپه په ننګرهار ولایت کې د داعش یوه «مهم غړي» په ګډون د دغې ډلې درې کسان وژل شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله ټوېټرپاڼه کي لیکلي چې یاد کسان تېره شپه د ننګرهار ولایت د دره‌نور ولسوالۍ په شیمل کلي کې د ځانګړو عملیاتو پرمهال وژل شوي دي.

هغه وایي، په یادو کسانو کې د موسی په نوم د داعش یو مهم غړی هم شامل دی.

دا په داسې حال کې ده چې مجاهد نن سهار هم ویلي و، په کابل او نیمروز کې د داعش درې پټنځایونه له منځه وړل شوي او اته هغه داعشيان وژل شوي او اووه نور ژوندي نیول شوي چې د کابل په وروستیو بریدونو کې یې لاس درلود.

Views: 277

Exit mobile version