میمنه (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۱): د فارياب سيمهييزې سرچينې په دغه ولايت کې په جلا پېښو کې د درېيو کسانو له وژل کېدو خبر ورکوي او وايي، د يادو پېښو په تړاو د يوې ښځې په ګډون څلور کسان نيول شوي هم دي.
د فارياب د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي شمسالله محمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، ناپېژاندو وسلهوالو تېره شپه شاوخوا ۷ بجې، د خيرمحمد په نوم د پشتونکوټ ولسوالۍ د «تیلان» کلي اوسېدونکی د کلاشينکوف په ډزو وژلى دى.
هغه وویل، د دې قضيې په تړاو دوه کسان د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي او پلټنې ترې روانې دي.
دغهراز، په يوه بله پېښه کې د یاد ولايت د پشتونکوټ ولسوالۍ په «ګیلمباف» سيمه کې یو سړی د یوې ښځې له خوا وژل شوی دی.
د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير مفتي محمداسماعيل فرقاني پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولايت د پشتونکوټ ولسوالۍ په «ګلیمباف» سيمه کې يو بوډا سړی د يوې ښځې له لوري د تبر په وسیله وژل شوى دى.
هغه زياته کړه، دغه سړى عبدالمؤمین نومېده او يوه ورځ مخکې نادرکه شوى و، مړى يې د عبدالصمد په نوم د يوه کس په کور کې موندل شوى دى.
نوموړی وايي: «د عبدالصمد مېرمنې (عیدماه) اعتراف کړى چې عبدالمؤمین يې له خپل زوى سره يوځاى وژلى دى.»
هغه د دې وژنې د انګېزې په اړه وويل چې ياده مېرمن د وژل شوي کس پوروړې وه او کله چې د پور ترلاسه کولو لپاره یادې ښځې ته ورځي، د تبر په ګزار وژل کېږي.
سرچينې زياته کړه، د دې پېښې په تړاو یاده مېرمن او د هغې زوى نيول شوي دي.
دغه راز، د یاد ولايت په شيرينتګاب ولسوالۍ کې يو موټرچلوونکى وژل شوى دى.
د فارياب د اطلاعاتو او فرهنګ رييس پژواک خبري اژانس ته وويل، دوه ورځې وړاندې د دغه ولايت له شيرينتګاب ولسوالۍ د يوه موټرچلوونکي مړی له درې ورځو ورکېدو وروسته موندل شوى دى.
د هغه په خبره، د امانالله په نوم يو موټرچلوونکى او د دغه ولايت د دولت اباد ولسوالۍ اوسېدونکى چې دوه ورځې مخکې یې په خپل موټر کې له بلخ ولايته فارياب ته مسافر لېږدول، ورک شوی و چې مړى يې د تېرې سهشنبې په ورځ اسلامکلا له دَښتې د دغه ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ او استخباراتي ځواکونو له لوري موندل شوی او کلینیک ته له لېږد وروسته خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.»
هغه زياته کړه، تر اوسه د دې پېښې انګېزه نه ده څرګنده چې ايا د موټر غلا له امله شوی او که کومه شخصي دښمني يې درلوده.
Views: 19