Pajhwok Afghan News

زابل کې د بادیني لار پاکستان ته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه

کلات (پژواک، ۱۸ مرغومي ۱۴۰۱): د زابل مرستیال والي وايي، د دغه ولایت د اوسېدونکو له پرله‌پسې غوښتنو وروسته په شملزو ولسوالۍ کې پر ډیورنډ فرضي کرښه د بادیني لار په اوونۍ کې څلور ورځې د مسافرو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.

مرستیال والي سليمان اغا بهیر پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د بادیني لار د افغان او پاکستاني لوري په موافقه پرانیستل شوې ده.

هغه زیاته کړه، دواړو غاړو ته مېشت قومونه له یو بل سره خپلوۍ او راشه درشه لري چې په همدغه بنسټ د زابل ولایتي ادارې له پاکستاني لوري سره مذکرات وکړل چې له مخې به یې دغه لار په اونۍ کې څلور ورځې (له دوشبنې تر پنجشنبې) د مسافرو د تګ راتګ لپاره پرانیستې وي.

نوموړی زیاتوي، په ورځني ډول به ۱۵۰ مسافرو ته له دې غاړې او ۱۵۰ مسافرو ته له هغې غاړې د تګ راتګ اجازه ورکړل شي، خو کوم کسان چې بېړني ناروغان لري، څلورویشت ساعته به یې پر مخ لار پرانيستې وي.

دی وايي، په سیمه کې د ټاکل شوې کمېټې له لوري- چې د سرحدي ځواکونو، امنیې قوماندانۍ، د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست او استخباراتو استازي په کې شامل دي- د امنیت خوندیتوب او مسافرو د تذکرو د چکولو چارې مخ ته وړي.

بهیر یادونه وکړه چې پر یاده لار د ترانزیټ او سوداګرۍ پیلولو په موخه د اړینو ودانیو او تاسیساتو جوړولو چاره له مرکزه د راغلي پلاوي له لوري وڅارل شوه چې په وینا یې ۲۰۸۰ جریب ځمکه ورته وټاکل شوه چې د جوړولو کار به یې د هوا له سمېدو سره پیل شي.

د زابل مستوفي مولوي محمدحسن محسن پژواک خبري اژانس ته وویل، د زابل د شملزو ولسوالۍ د ګمرک په فعالېدو سره به دغه ولایت له اقتصادي پلوه ډېره وده وکړي.

نوموړي زیاته کړه: «له اقتصادي اړخه به په سیمه کې د دغه ولایت اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي، ورسره به تجارت شروع شي، توکي به ارزانه شي او زموږ د خلکو ژوند به ښه شي او ترڅنګ به یې زموږ عواید لوړ شي چې د ولایت درجه به ورسره پورته شي.»

نوموړي هم هیله‌مندي وښوده چې د ګمرک جوړولو او فعاله کولو چارې به ژر پیل شي.

د زابل اوسېدونکي د لارې خلاصېدو ته خوښ دي او له چارواکو غوښتنه کوي چې پر دې لار د ترانزیټ او سوداګرۍ اسانتیاوې هم ژر برابرې کړي.

د شملزو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالولي خان پژواک خبري اژانس ته وویل، د بادیني لار په رسمي توګه د خلکو پر مخ پرانیستل شوه او لسګونه کسان ورباندې هغې غاړې ته واوښتل.

نوموړي زیاته کړه، باید د ګمرک اړوند د تاسیساتو جوړولو لپاره کار وشي او دغه لاره دې د تجارت لپاره هم پرانیستل شي.

د همدې ولسوالۍ بل اوسېدونکي وزیرمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، له شملزو تر مرکز کلات پورې غځېدلې لاره خامه او اوږده ده، خلک نه شي کولای خپل ناروغان د درملنې لپاره لومړی کلات او بیا د سپین بولدک له لارې پاکستان ته بوځي.

دی وايي، اوس چې دغه لار پرانیستل شوې نو نه یوازې خپل ناروغان به پر وخت دغه هېواد ته بیايي، بلکې د ډیورنډ فرضي کرښې په دواړو غاړو کې مېشت قومونه چې له یو بل سره خپلوۍ لري، په اسانۍ تګ راتګ وکړي.

خو ده هم له حکومته غوښتنه وکړه چې دغه لاره د ټرانزیټ او سوداګرۍ لپاره په رسمي ډول پرانیزي.

زابل د هېواد په سوېل کې د کابل- هرات پر لویه لار پروت ولایت دی او د ډیورنډ له فرضي کرښې سره ۶۴ کیلومتره ساحه لري.

Views: 452

Exit mobile version