ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو نهو میاشتو کې د صادراتو کچه نږدې یوه‌نیم ملیارد ډالرو ته رسېدلې

تېرو نهو میاشتو کې د صادراتو کچه نږدې یوه‌نیم ملیارد ډالرو ته رسېدلې

author avatar
10 Jan 2023 - 15:21
تېرو نهو میاشتو کې د صادراتو کچه نږدې یوه‌نیم ملیارد ډالرو ته رسېدلې
author avatar
10 Jan 2023 - 15:21

کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۱): د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د روان لمریز کال په لومړیو نهو میاشتو کې د صادراتو کچه  یو میلیارد ۴۲۴ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.

یاد معاونیت نن (د مرغومي ۲۰مه) په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «د ا.ا.ا د هېواد اقتصادي ثبات په پار کوټلي ګامونه اخیستي چې په پایله کې یې د ۱۴۰۱ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د صادراتو کچه ۱۴۲۴ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.»

سرچینې ویلي، د تېرو دوو کلونو (۱۳۹۹ او ۱۴۰۰) په لومړیو نهو میاشتو کې د صادراتو کچه په ترتیب سره ۴۳۴ او ۴۷۸ میلیون ډالر وو.

سرچینه وایي، د دغو صادراتو ۹۷ سلنه پاکستان، هند، ازبکستان، تاجکستان، ایران، متحده عربي امارات، چین، ترکیې، قزاقستان او ترکمنستان او پاتې ۳ سلنه یې د نړۍ نورو هېوادونو ته شوي دي.

د سرچینې په وینا، په صادر شوو توکو کې ۶۳ سلنه یې د ډبرو سکاره، طبي بوټي، پنبه، انګور، انار، ممیز، وچ انځر، جلغوزي او زردالو دي.

اقتصادي معاونیت لیکلي، د صادراتو یاده کچه ښيي چې د تېر کال په پرتله درې برابره زیاتوالی پکې راغلی دی.

سرچینه زیاتوي چې که د صادراتو کچه په همدې بڼه دوام وکړي، نو ښایي د روان ۱۴۰۱ لمریز کال تر پایه دوه میلیارد ډالرو ته  ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د تېرې لړم میاشتې په ۱۵مه ویلي و، د روان ۱۴۰۱ کال په ۷ میاشتو کې درېیو هېوادونو (پاکستان، هندوستان او تاجکستان) ته د نږدې یو میلیارد ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي دي.

Views: 142

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.