Pajhwok Afghan News

د فراه خلک: امنیتي ځواکونو ته دې ځانګړی یونیفورم ووېشل شي

فراه (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۱): د فراه یو شمېر اوسېدونکي له حکومته غواړي چې امنیتي ځواکونو ته دې ځانګړی یونیفورم ووېشي څو خلک يې په اسانۍ سره وپېژني.

د یاد ولایت د پشترود ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي میرولي پژواک خبري اژانس ته وویل، امنیتي ځواکونو ته په یونیفورم وېشلو سره به خلک وکولای شي چې د دوی او غیر مسوول وسله‌والو ترمنځ توپیر وکړي.

هغه زیاته کړه: «په فراه کې ډېری امنیتي ځواکونه په شخصي جامو کې دنده ترسره کوي، په داسې حال کې چې خلک نه پوهېږي دا حکومتي سرتېري دي او که غير مسوول وسله‌وال.»

نوموړي له حکومتي مسوولینو وغوښتل چې امنیتي کسانو ته دې رسمي یونیفورم ورکړي او په وینا يې، دا چاره د نظم په راوستلو کې هم ګټور تمامېږي.

د فراه ولایت د خاک‌سفید ولسوالۍ اوسېدونکي بورجان هم وویل، امنیتي ځواکونه باید د دندې پرمهال رسمي جامې پر تن ولري.

هغه زیاته کړه، ځانګړی یونیفورم په نظم راوستلو کې مهم رول لري، که یو سرتېری دغه یونیفورم ولري نو خلک به يې له لرې پېژني او باور به پرې کوي.

د یاد ولایت امنیې قوماندانۍ مسوولین هم د خلکو اندېښنې پرځای بولي او وایي چې ډېر ژر به سرتېرو ته ځانګړی یونیفورم ووېشل شي.

د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي محمدنسیم بدري پژواک ته وویل: «سرتېرو ته د رسمي یونیفورم برابرولو کار ډېر مخې ته تللی او ډېر ژر به ټولو سرتېرو ته یونیفورم ورکړل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د پلازمېنې کابل په ګډون په ډېرو ولایتونو کې امنیتي ځواکونو ته یونیفورم وېشل شوی دی.

Views: 130

Exit mobile version