کندهار (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۱): چارواکي وایي، څو ورځې مخکې انسانتښتوونکو له کابله یوه ۱۶ کلنه نجلۍ تښتولې وه چې د امنیتي ارګانونو او امربالمعروف د محتسبینو له خوا په کندهار کې وموندل شوه.
د کندهار د ولایت مقام ویاند حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه نجلۍ مرضینه نومېږي چې انسانتښتوونکو شاوخوا یوه اونۍ مخکې د کابل له شکردرې ولسوالۍ ورتښتولې وه.
هغه زیاته کړه، دغه نجلۍ وړمه ورځ د کندهار ښار د ۱۰مې امنیتي حوزې اړوند د کابل اډې په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او امربالمعروف د محتسبینو له خوا وموندل شوه چې د تښتولو په تور یې یو کس هم نیول شوی دی.
دی وايي، نیول شوي کس ته به له شریعت سره سمه سزا ورکړل شي څو بیا نور کسان داسې جرم ترسره نه کړي.
د ده په خبره، نجلۍ خپلې کورنۍ ته سپارل شوې ده.
د کندهار د امربالمعروف رییس شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي وایي، دوی په کندهار کې ټولو موټرچلوونکو ته ویلي چې له محرم پرته ښځه به نه اتقالوي، له همدې امله دغه نجلۍ پیدا شوه.
دی زیاتوي: «موږ له خلکو غواړو چې پر خپلو ښځو پام وکړي او یوازې یې پرې نه ږدي څو له داسې پېښو او ظالمانو نجات پيدا کړي.»
د نجلۍ پلار حاجي محمد انور وایي، خوښ دی چې لور یې له انسانتښتوونکو ژغورل شوې ده.
هغه وویل، څو ورځې مخکې یې لور د شکردرې ولسوالۍ کلینک ته تللې وه چې په لاره کې انسانتښتوونکو په زور موټر ته پورته کړې وه.
دا په روانه یوه اونۍ کې د تښتونې دویمه پېښه ده؛ له دې پېښې مخکې له هراته هم انسانتښتوونکو یوه ۱۹ کلنه نجلۍ کندهار ته راتښتولې وه چې د امنیتي ځواکونو له خوا پيدا او خپلې کورنۍ ته وسپارل شوه.
Views: 965