Pajhwok Afghan News

لوګر کې د دوو ترافيکي پېښو له امله ۸ تنه مړه شوي

پل علم (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۱): لوګر امنيتي مسوولين وايي، د مرکز پل علم او د «تېرې کوتل» سیمو کې د دوه ترافيکي پېښو له امله ۸ کسان مړه شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

د لوګر د امنيه قوماندانۍ وياند احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وويل، لومړۍ ترافيکي پېښه د مرکز پل علم اړوند په «خضر» سیمه کې شوې چې له امله ۵ کسان مړه شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

ده زياته کړه، دوهمه ترافيکي پېښه د پل علم او ګردېز ترمنځ د تېرې کنډو په سيمه کې د يوه مازدا موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې چې په پايله کې يې درې کسان مړه شوي دي.

د هغه په وینا، دواړه ترافیکي پيښې نن مازيګر رامنځته شوي او لامل یې د موټر چلوونکو بې احتياطي ده.

بايد وويل شي چې په دې وروستيو کې د کابل-ګردېز په عمومي لار ترافيکي پېښې دوه برابره زیاتې شوې دي. ځايي اوسېدونکي او موټر چلوونکي یې لامل د پلچکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتياطي په ګوته کوي.

Views: 50

Exit mobile version