پل علم (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۱): د لوګر د امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي، د دغه ولایت ناروغانو او هغو کسانو ته د پاسپورټونو وېش لړۍ پیل شوه چې مخکې یې د پاسپورټ اخیستلو لپاره پیسې تحویل کړې وې او بانکي اوېز لري.
د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، له پنځه میاشتني ځنډ وروسته د لوګر د امنیې قوماندانۍ د پاسپورټ امریت له لوري د پاسپورټونو وېش لړۍ بیا پیل شوه.
هغه وايي، تر اوسه د پاسپورټ ادارې تخنیکي ستونزې بشپړې نه دي هوارې شوې خو په پاسپورټ اداره کې د شته اسانتیاوو له مخې د دغه ولایت ناروغانو او هغه کسانو ته چې تر دې وړاندې یې د پاسپورټ ترلاسه کولو قانوني پیسې تحویل کړې دي، پاسپورټونه وېشل کېږي.
هغه زیاته کړه: «هېوادوال باید له زغم څخه کار واخلي، موږ شپه او ورځ هڅه کوو چې د پاسپورټ برخه کې شته ستونزې هوارې شي او ټولو هېوادوالو ته د دوی د حقونو له مخې پاسپورټونه ورکړو.»
په لوګر کې ناروغان او ناروغلرونکي خوښ دي چې د امنیې قوماندانۍ له لوري د پاسپورټونو د وېش لړۍ بیا پیل شوه.
د پل علم اوسېدونکي محمد رسول پژواک خبري اژانس ته وویل، مېرمن یې له تېر کال راهیسې پر سرطان ناروغۍ اخته ده او په هېواد کې یې درملنه ناشونې ده.
هغه وایي، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د پاسپورټ عمومي ریاست او د لوګر ولایت امنیې قوماندانۍ ته د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره مراجعه کوي خو تر اوسه یې مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د محمداغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي احمد بلال پژواک خبري اژانس ته وویل، پاسپورټ د هر افغان حق دی، دولت ته په کار ده چې هر افغان ته د اړتیا له مخې پاسپورټ ووېشي.
نوموړی زیاتوي: «کابو یو کال کېږي اداره په اداره ګرځم، غواړم پاسپورټ جوړ کړم خو له بدهمرغه تر اوسه پورې مې پاسپورټ نه دی تر لاسه کړی.»
د یادونې ده، له نن څخه پنځه میاشتې مخکې د افغانستان د پاسپورټ عمومي ریاست اعلان وکړ چې د تخنیکي ستونزو له امله خلکو ته پاسپورټونه نه شي وېشلای چې تر اوسه په پلازمینې کابل او یو شمېر ولایتونو کې دغه پروسه ولاړه ده.
Views: 638