Pajhwok Afghan News

قومانداني: ننګرهار کې پر ۳۰۰۰ جريب ځمکه کرل شوي کوکنار او بنګ اړول شوي

جلال‌اباد (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۱): د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، روانه اونۍ په دغه ولايت کې پر ۳۰۰۰ جريب ځمکه کرل شوي کوکنار، بنګ او نور ورته کښتونه اړول شوي دي.

د چارواکو په وينا، د نشه‌يي توکو د کښت مخنيوي کمپاين يوه مياشت وړاندې پيل شوی چې تر اوسه يې په ۱۴ ولسواليو کې د کوکنارو په ګډون د نورو ورته توکو کښت صفر ته رسولی دی.

د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د مرغومي په ۲۸مه پژواک اژانس ته وویل، روانه اونۍ د دغه ولايت په مختلفو ولسواليو کې پر ۳۰۰۰ جريب ځمکه کرل شوي کوکنار، بنګ او نور ورته توکي اړول شوي دي.

هغه زياته کړه: «په دغو نشه‌یي کښتونو کې کوکنار، بنګ او نور توکي شامل دي چې د اسلامي امارت د اصولو له مخې د دغو توکو کښت بند دی.»

د قوماندانۍ وياند وایي، د کوکنار او ورته نورو نشه‌يي توکو د کښت مخنيوي کمپاين يوه مياشت وړاندې پيل شوی چې تر اوسه په ۱۴ ولسواليو کې د دغو توکو کښت صفر شوی او په پاتې ۸ ولسواليو کې به هم دغه کمپاين ترسره شي.

نوموړی وايي: «درې مياشتې وړاندې امير المومنین حکم صادر کړ چې بايد په ټول افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کښت، قاچاق او استعمال مخنیوی وشي، موږ دوه مياشتې ټولو ولسواليو کې کروندګرو ته عامه پوهاوی وکړ چې نشه‌یي توکي به نه کرئ، خو بيا هم خلکو سر غړونه کړې چې موږ يې کښتونه واړول.»

بلخوا کروندګر وايي، د اصلاح شوو تخمونو کمښت، د سرو بیو لوړوالی، د حاصلاتو لپاره یې د بهرني بازار نشتون هغه څه دي چې دوی یې د کوکنارو او ورته نورو توکو کښت ته مجبور کړي دي.

نقيب‌الله چې تازه يې د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ په ارغچ سيمه کې په کروندو کې کرل شوي کوکنار د امنيتي ځواکونو له خوا اړول شوی وايي، حکومت بايد کروندګرو ته د بديلو فصلونو د کښت زمينه برابره کړي.

چارواکي وايي، د کرنې رياست له لارې له کروندګرو سره مرستې کېږي چې د کوکنارو پرځای بديل فصلونه وکري.

Views: 53

Exit mobile version