پاراخ (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۱): د پنجشېر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د ۳۱۵ کیلوواټو په ظرفیت د یوه ټرانسفرمر په نصبولو سره، ۱۵۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې.
د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوی نصرالله ملکزاده د پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ټرانسفرمر د درې میلیون افغانیو په لګښت د عنابې ولسوالۍ په کلاچه کلي کې لږول شوی دی.
هغه زیاته کړه، د دغه ټرانسفرمر لګښت د مخکني حکومت د ولسي تړون برنامې له خوا ورکړل شوی و چې کار یې پای ته نه و رسېدلی، خو د اوسني حکومت په هڅو چارې یې پای بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
بلخوا، د قلاچې کلي اوسېدونکي له برېښنا څخه پر برخمنېدو خوښې څرګندوي او وایي، له دې وروسته به د برېښنا په برخه کې یې اړتیاوې پوره شي.
ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت شل سلنه اوسېدونکي له دولتي برېښنا ګټه اخلي او پاتې نور یې په خپل لګښت د برېښنا تولید له کوچنیو وسایلو کار اخلي.
Views: 30