Pajhwok Afghan News

د لغمان په الینګار کې د یوه کس مړی موندل شوی

مهترلام (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۱): د لغمان د الینګار ولسوالۍ سیمه‌ییز مسوولین وايي، په دې ولسوالۍ کې د یوه کس مړی موندل شوی چې تر اوسه یې د هویت په اړه معلومات نشته.

د الینګار ولسوال قاري زاهدالله فاتح پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کس- چې په مرمۍ وژل شوی- مړی یې نن سهار د دغې ولسوالۍ په اړونده سیمه کې موندل شوی دی.

نوموړی وايي، تر اوسه د وژل شوي کس څوک نه دي موندل شوي او د هویت په اړه یې معلومات نشته.

هغه زیاتوي، جسد روغتون ته وړل شوی او د پېښې په اړه یې څېړنې پيل شوې دي.

د الینګار ولسوالۍ د «ړین» کلي یوه اوسېدونکي- چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي- پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه د دوی کلي ته څېرمه شوې ده.

سرچینه وايي، د وژل شوي کس مړی د کلي د اوسېدونکو له خوا د سیمې روغتیايي مرکز ته وړل شوی دی.

هغه زیاته کړه، خلکو جسد ته نږدې یو زنځیر او قفل هم لیدلي او داسې ښکاري چې دغه کس له وژلو مخکې ربړول شوی دی.

Views: 90

Exit mobile version