ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې کرونا ته ورته ناروغۍ له امله ۱۹ کسان مړه شوي

د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې کرونا ته ورته ناروغۍ له امله ۱۹ کسان مړه شوي

author avatar
21 Jan 2023 - 16:46
د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې کرونا ته ورته ناروغۍ له امله ۱۹ کسان مړه شوي
author avatar
21 Jan 2023 - 16:46

فیض‌اباد (پژواک، ۱ سلواغه ۱۴۰۱): د بدخشان ځايي سرچينې د دغه ولايت د واخان ولسوالۍ په «پامير كلان» سيمه كې كرونا ته ورته يوې ناروغۍ د خپرېدو خبر ورکوي او وايي، تر اوسه د دغې ناروغۍ له امله ۱۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی، خو یو روغتیايي ټیم د تاجکستان لا لارې سیمې ته لېږل شوی او ناروغي کنټرول شوې ده.

د بدخشان د عامې روغتيا رييس قاري عتيق‌الله فيضي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په «پامير کلان» سيمه کې له یوې میاشتې راهیسې کرونا ته ورته يوه ناروغي خپره شوې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تر اوسه د یادې ناروغۍ له امله د ښځو، ماشومانو او سپین‌ږیرو په ګډون ۱۷ کسان مړه شوي دي.

هغه زیاته کړه: «د سختې واورې ورېدو او سړې هوا له امله، د اغاخان روغتیایي خدماتو او د عامې روغتیا ریاست کارکوونکو په ګډون یو روغتیايي ټیم د تاجکستان له لارې سیمې ته ولېږل شو.»

نوموړی وايي، اوسمهال د سیمې اوسېدونکو روغتیایي وضعیت بېرته عادي حالت ګرځېدلی دی.

هغه وايي چې د روغتیايي متخصصینو ټیم له یوه اندازه اړینو درملو سره سیمې ته استول شوی دی.

دغه‌راز په بدخشان کې د اغاخان روغتيايي خدمتونو مسوول ډاکټر خلیل‌الرحمن ابراهیم‌خېل وايي، کله چې د دغې ناروغۍ خپرېدو خبر ورکړل شو، دوه موټرونه يې له درملو، لومړنيو کيټونو، لوژستيکي توکو او پنځو ډاکټرانو سره د تاجکستان هېواد له لارې یې سیمې ته ولېږل.

نوموړی زیاتوي، د دغه ولایت د یاوان ولسوالۍ په یو شمېر کلیو کې تنفسي او موسمي ناروغۍ خپرې شوې، سیمې ته یې روغتیايي ټیمونه استولي او تر اوسه یې د ګرځنده ټیمونو له لارې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۹۰۶ کسان درملنه شوې او د ناروغۍ د لا خپرېدو مخنیوی شوی دی.

هغه زياتوي، ګرځنده روغتيايي ټيمونو په «شهر بزرګ» ولسوالۍ کې د ۱۹۴ کسانو درملنه کړې، خو د دې ولسوالۍ د فرسنګ کلي دوو اوسېدونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په ورته وخت کې، د پامیر اوسېدونکی حاجي سلطان‌محمد وايي: «له یوې میاشتې راهیسې زموږ په سیمه کې د کرونا په څېر ناروغي خپره شوې، ډېری کسان زکام، تبه او شدید درد لري، تر دې مهاله له دې ناروغۍ ۲۱ کسان مړه شوي، په دغو ۲۱ کسانو کې ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري هم شامل دي.»

نوموړي سيمې ته د روغتیايي ټيمونو پر راتګ خوښي وښوده او ويې ويل چې اوس وضعيت بېرته عادي شوى دى.

سرچینه زیاتوي، د یادې ناروغۍ علایم کرونا ته ورته دي؛ ناروغان سخته تبه او شدید ځان درد لري.

هغه زياتوي، په دې سيمه کې يو روغتيايي مرکز شته، خو د ټولو اوسېدونکو اړتياوې نه شي پوره کولی.

Views: 81

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.