میدانښار (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۱): د ميدان وردګو مسوولین وايي، د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله دوه ماشومان ټپيان شوي دي.
د عامې روغتیا رییس محمد زرک ځیرک پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دغه پېښه نن دوه ماسپښين دوه نیمې بجې د سید اباد په زرني سيمه کې شوې ده.
ده زياته کړه، ټپیان یې روغتون ته رسولي، خو یو ټپې یې تر لومړنۍ درملنې ورسته د کابل ایمرجنسي ته لېږدولی دي چې روغتيايي حالت يې نازک دی.
د عامې روغتیا ریاست وایي، په میدان وردګو کې د تېر کال په جریان کې د دا ډول پېښو له امله ۳۰ کسان وژل شوي دي.
Views: 20