Pajhwok Afghan News

پکتيا کې ٦٣ زره جريب غصب شوې دولتي ځمکه بېرته راګرځول شوې ده

ګردېز (پژواک، ٤ سلواغه ١٤٠١): د پکتيا حکومتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت په ځینو سيمو کې ٦٣ زره جريب غصب شوې دولتي ځمكه بېرته راګرځول شوې ده.

د پکتيا د کرنې رييس او د دولتي ځمکو بېرته راګرځولو کمېسيون مشر مولوي عبدالرووف سعيد پژواک ته وويل: «په تېرو اتو مياشتو کې له بېلابېلو ادارو جوړ شوي کمېسيون د خپل کار په جريان کې ٦٣ زره جريب دولتي ځمکه چې په مرکز او ولسواليو کې غصب شوې وه، بېرته راګرځولې ده.»

نوموړى وايي، دغه ځمكه د کرنې رياست، ښاروالۍ، د نظامي او نورو ادارو ملکيت و چې په مرکز ګردېز، زرمت، پټان او نورو ولسواليو کې غصب شوې وه.

سعيد زیاتوي، د پکتيا په بېلابېلو سيمو کې ٥٠٠ جريب سپينه ځمكه تر ارزونې لاندې ده چې په راتلونکي کې به تثبيت شي.

د هغه په خبره، له غصبه راګرځول شوې ځمکه يې د اسنادو پر بنسټ اړوند ادارو ته سپارلې چې د دغو ادارو په پراختيا کې به ترې کار واخيستل شي.

د پکتيا ولايت اوسېدونكي د دولتي ځمکو په بېرته راګرځېدو خوښ دي.

د ګردېز یوه اوسېدونکي ميرزا پژواک ته وويل: «په پکتيا ولايت کې د دولتي ځمکو ترڅنګ زياته اندازه شخصي ځمكې هم شته چې د اشخاصو او قومونو له لوري غصب شوې چې د بېرته راګرځولو لپاره یې باید کار پيل شي.»

نوموړى وايي، د شخصي ځمکو د غصب له امله زياتې لانجې او دښمنۍ هم رامنځته شوې چې کله کله خلک هم په کې وژل شوي دي.

د يادونې ده، د اسلامي امارت له راتلو وروسته د دولتي ځمکو د تثبيت او له غصبه د بېرته راګرځولو کمېټې جوړې شوې دي.

Views: 129

Exit mobile version