کابل (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۱): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویلي چې نړۍواله ټولنه د افغانستان د ستونزو حل په موخه له اسلامي امارت سره تعامل او دوه اړخیزو اړیکو ساتلو ته لېواله ده او اوس د دغه تعامل لپاره تر ټولو ښه فرصت برابر شوی دی.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاستالوزراء مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند، د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال مارټین ګریفیټس سره نن په ارګ کې ولیدل.
د سرچیني د څرګندونو له مخې، ملا عبدالغني برادر په دې لیدنه کې ویلي چې واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره د نشهيي توکو د کښت او اداري فساد پر له منځه وړو سربېره په ډېرو پرمختیايي برخو کې پرمختګونه شوي دي.
ده ویلي: «د یو هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره امنیت ډېر مهم دی چې له نېکهمرغه په افغانستان کې اوسمهال سرتاسري امنیت تأمین شوی.»
هغه په افغانستان کې د بشري مرستو له امله له ملګرو ملتونو د مننې ترڅنګ ویلي: «اسلامي امارت د خپل هېواد د بهبود په موخه ټولې هغه ستونزې له منځه وړې چې نړۍوالې ټولنې یې هم په اړه اندېښنې درلودې، نو اوس د دې وخت دی چې نړۍواله ټولنه د پر ځان بسیا او اباد افغانستان لپاره رغنده رول ولوبوي.»
خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال له قوله راغلي: «موږ د امنیت د تأمین، عمومي عفوې، اداري فساد ختمولو، پر نشهیي توکو د روږدو کسانو درملنې او نورو بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت هڅې ستایو او ملاتړ یې کوو.»
ده ویلي، د تېرو ۴۰ کلونو په پرتله اوس په افغانستان کې وضعیت ښه شوی او د افغانانو د ښه راتلونکي لپاره امیدونه زیات شوي دي.
د مارټین ګریفیټس په خبره، نړۍواله ټولنه د افغانستان د ستونزو حل په موخه له اسلامي امارت سره تعامل او دوه اړخیزو اړیکو ساتلو ته لېواله ده او اوس د دغه تعامل لپاره تر ټولو ښه فرصت برابر شوی او ډېرې ستونزې حل شوې دي.
Views: 135
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن