جلالاباد (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۱): د ننګرهار حکومتي مسوولين وايي چې پاکستاني چارواکو په تورخم کې ۲۷ افغان زندانيان افغان لوري ته سپارلي دي.
مسوولين وایي، له ازاد شوو بنديانو سره د کډوالو نړۍوال سازمان له لوري نغدي مرسته هم شوې او بیا خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د رسنيو همغږۍ مسوول قريشي بدلون د سلواغې په ۶مه پژواک اژانس ته وويل، د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست مسوولينو ته د ګاونډي هېواد پاکستان له لوري په تورخم کې ۲۷ افغان زندانيان سپارل شوي دي.
دی وايي، ياد بنديان په پاکستان کې د قانوني اسناد نه لرلو له امله زنداني شوي وو.
دی زیاتوي، هر یوه کس ته ۲۷۰۰ افغانۍ د کډوالو نړۍوال سازمان له لوري ورکړل شوې او خپلو کورنيو ته وسپارل شول.
Views: 135