پل علم (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۱): د لوګر د مرکز پل علم، خوښۍ او محمداغې ولسوالیو بېځایه شوې کورنۍ وایي، له پراخو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، دولت او نړۍوال بنسټونه دې ورسره مرستې وکړي.
دغه سلګونه کورنۍ چې څو میاشتې مخکې یې کورونه د اورښتونو او سېلابونو له امله نړېدلي، اوسمهال د خوښۍ ولسوالۍ بازار ته څېرمه په یوه کمپ کې تر خېمو لاندې ژوند کوي.
د یادې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي نعمتالله صدیقي چې کور یې د وروستیو طبیعي پېښو له امله نړېدلی، پژواک خبري اژانس ته وویل، سرپناه نه لري او په دغه ساړه ژمي کې له ښځو او ماشومانو سره یو ځای تر خېمو لاندې له کړاوه ډک ژوند تېروي.
هغه وايي، دولت او نړۍوال بنسټونه دې د لوګر له بېځایه شوو کورنیو سره بنسټیزې مرستې وکړي، ځکه له دې مخکې شوې مرستې د دغه ولایت بېځایه شوو کورنیو ته بسنه نه کوي.
همدارنګه د مرکز پل علم د «هونې سفلی» کلي د یوې بېځایه شوې کورنۍ غړي رسولګل پژواک خبري اژانس ته وویل، اقتصاد یې د پخوا په پرتله دوه برابره خراب شوی او په کور کې د ماشومانو د خوراک او د خونو تودولو لپاره اسانتیاوې نه لري.
نوموړی وایی: «دولت باید د لوګر په مرکز پل علم، محمداغې او خوښۍ ولسوالیو کې داخلي بېځایه شوو کورنیو ته د سرپناه برابرولو په برخه کې اساسي کار وکړي او هغه کسان چې تر خېمو لاندې ژوند کوي له پامه و نه غورځوي او دوامدارې مرستې دې ور سره وکړي.»
بلخوا د محمداغې ولسوالۍ د «اصحاب بابا» سیمې د یوې بېځایه شوې کورنۍ سرپرست رفیعالله پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې له خپلې مېنې بېځایه شوی او له پراخو ستونزو سره سره له مېرمنې او ماشومانو سره په یوه څلوردېوالي کې تر خېمو لاندې شپې او ورځې تېروي.
نوموړي پر کورنیو او نړۍوالو بنسټونو غږ وکړ چې د لوګر بېځایه شوو کورنیو ته ژر تر ژره مرستې ورسوي، که نه ډېرې کورنۍ به له بشري ناورین سره مخ شي.
د لوګر د والي ویاند عمر منصور پژواک خبري اژانس ته وویل، دولت او مرستندویه بنسټونو تر خپلې وسې د دغه ولایت له بېځایه شوو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته کړې ده.
نوموړي زیاته کړه: «د لوګر ولایتي اداره له یو شمېر کورنیو او نړۍوالو موسساتو سره په ګډه هڅه کوي چې د دغه ولایت د مرکز پل علم، محمداغې او خوښۍ ولسوالیو بېځایه شوو کورنیو ته اساسي مرستې برابرې کړي.»
که څه هم تر اوسه د لوګر ولایتي اداره د طبیعي پېښو له امله د بېځایه شوو کورنیو کره ارقام په لاس کې نه لري، خو روان کال د ورستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د لوګر ولایت په مرکز پل علم، محمداغې او خوښۍ ولسوالیو کې سلګونه کورنۍ بېځایه شوې دي.
دغه کورنۍ په دې تمه په کمپونو او کرایه کورونو کې شپې سبا کوي چې ګوندې دولت او نړۍوال بنسټونه به یې ویجاړ شوي کورونه له سره ورغوي او د سرپناه ستونزه به یې هواره شي.
Views: 39