Pajhwok Afghan News

د روڼتیا نړۍوال سازمان: افغانستان له فساد سره مبارزه کې پرمختګ کړی

کابل (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱): د روڼتیا نړۍوال سازمان راپور ښيي چې افغانستان په تېر زېږدیز کال کې له فساد سره په مبارزه کې له ۲۴ هېوادونو مخکې شوی او د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې یې د شفافیت له اړخه یو سل او پنځوسم ځای خپل کړی دی.

د روڼتیا نړۍوال سازمان د ۲۰۲۲ کال په راپور کې د نړۍ په ۱۸۰هېوادونو کې د اداري فساد کچه او د مخنیوي لپاره یې د حکومتونو هلې ځلې ارزولې دي.

د راپورنو له مخې، د روڼتیا نړۍوال سازمان هر کال د خپلې ارزونې پر بنسټ په دغه نوملړ کې شاملو هېوادونو ته له صفره تر سلو نومرې ورکوي او هر هېواد چې څومره لوړې نومرې ترلاسه کړي، په هماغه کچه د شفافیت له اړخه په ښه ځای‌ځایګي کې راځي.

په راپور کې راغلي، افغانستان له فساد سره په مبارزه کې د شفافیت ۲۴ امتیازونه خپل کړي چې پر همدې اساس د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې یې یو سل او پنځوسم ځای خپل کړی دی.

د یاد سازمان د ۲۰۲۱ کال د راپور له مخې، افغانستان د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې له فساد سره د مبارزې له اړخه یو سل او څلوراویایم هېواد و.

د یادولو ده، تېره اونۍ نړۍوال بانک هم تېر ۲۰۲۲ کال د افغانستان لپاره په مالي او اقتصادي برخو کې ښه ارزولی و.

د رونټیا نړۍوال سازمان د راپور له مخې، د افغانستان ګاونډي هېواد پاکستان د ۲۷ نومرو په ترلاسه کولو یو سل او څلوېښتم او ایران بیا د ۲۵ نومرو په ترلاسه کولو یو سل او اووه څلوېښتم ځای خپل کړی دی.

د روڼتیا نړۍوال سازمان د سږني راپور پر اساس، ډنمارک د ۹۰ نومرو په ترلاسه کولو د یاد نوملړ په سر کې ځای لري.

فنلېنډ او نیوزیلېنډ د ۸۷ نومرو په ترلاسه کولو دویم او درېیم او همدارنګه سومالیا د ۱۲ نومرو په ترلاسه کولو ۱۸۰یم ځای خپل کړی دی.

Views: 257

Exit mobile version