Pajhwok Afghan News

د اروزګان مرکز ترینکوټ کې ۶۲۵ کورونو او یوه ښوونځي ته د څښاک اوبو شبکه جوړه شوه

ترینکوټ (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱): د اروزګان د مرکز ترینکوټ اړوند د سولې سیمه کې د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړېدو د څلورو کلیو ۶۲۵ کورنیو او د یوه ښوونځي ۴۵۰ زده‌کوونکو ته د څښاک پاکو اوبو اسانتیا برابره شوه.
د دغه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مالي او اداري رییس ننګیالي حبیبي پژواک خبري اژانس ته وویل، د څښاک اوبو دغه شبکه د BHA په نوم د بشري مرستو یوې موسسې په مالي ملاتړ او د MEDAIR موسسې په تخنیکي همکارۍ جوړه شوې ده.
هغه زیاته کړه، په دې پروژه کې د ۴۰ زره لېتره په وړتیا د اوبو د پنځو زېرمو او ۱۴ لاسي بمبو جوړول او د لمریزې برېښنا سیسټم شامل دي.
هغه زیاته کړه، د اوبو د دې شبکې په جوړولو د سولې سیمې د څلورو کلیو ۶۲۵ کورنۍ او د یوه لومړني ښوونځي ۴۵۰ زده‌کوونکي د څښاک له پاکو اوبو برخه‌من شول.
دی وايي، د دې ترڅنګ په دې پروژه کې د یادې سیمې د ښوونځي لپاره شپږ تشنابونه هم جوړ شول.
خو نوموړي د یادې شوې پروژې د لګښت په اړه معلومات شریک نه کړل.
د سولې سیمې کلیوال او زده کوونکي خوشحاله دي چې د څښاک د اوبو ستونزه یې حل شوه.
د یادې شوې سیمې یوه مخور ملک سدوزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د سیمې اوسېدونکي له تېرو څو کلونو راهیسې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود چې له سختو ستونزو سره مخ وو.
دی وايي، د دې پروژې په عملي کولو سره سلګونه کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې.
د یادونې ده، تېره اونۍ هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق له لوري د اروزګان مرکز ترینکوټ په دوو ښوونځیو او یوه روغتیايي مرکز کې د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت د برېښنا، څښاک پاکو اوبو رسولو او تشنابونو جوړولو درې پروژې بشپړې شوې وې.

Views: 63

Exit mobile version