Pajhwok Afghan News

تېرو ۶ میاشتو کې نږدې ۵۰ زره ناروغان د تورخم له لارې پاکستان ته تللي 

جلال‌اباد (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په تېرو شپږو مياشتو کې له پاسپورټ او ویزې پرته نږدې ۵۰ زره ناروغان د تورخم له لارې پاکستان ته تللي دي.

د چارواکو په وينا، دا ناروغان له پاسپورټ او ويزې پرته د يوه ځانګړي طرزالعمل او له پاکستاني لوري سره د يوې هوکړې له مخې تللي دي.

د تورخم کميسار مولوي صديق‌الله خالد وايي، په تورخم ښارګوټي کې د ترانزيټ او ټرانسپورټ پر وړاندې ډېرې اسانتياوې رامنځته شوې چې له امله يې د فساد مخنيوی شوی او ورسره د دولت عوايد هم ډېر شوي دي.

دی وايي: «هره ورځ له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې ترانزيټ لارۍ پر تورخم تګ راتګ کوي چې په ورځني ډول دېرش میلیون افغانۍ عواید ترې ترلاسه کېږي.»

د مولوي خالد په وينا، دغه راز د مسافرو د تګ راتګ لپاره هم اسانتياوې برابرې شوې دي.

دى وايي، مسافرو ته منظمه انتظارخونه، د تګ ځانګړې لار او نورې اسانتياوې هم برابرې شوې دي.

د نوموړي په وينا، افغان او پاکستاني حکومت د يوې ګډې هوکړې له مخې په تورخم کې پاسپورټ نه لرونکو بېړنيو ناروغانو ته د تګ راتګ زمينه برابره کړې چې هره ورځ لسګونه ناروغان د همدې هوکړې پر بنسټ پاکستان ته د درملنې لپاره ځي.

د کميسار د معلوماتو پر بنسټ، يوازې په تېرو شپږو مياشتو کې ۴۹ زره او ۸۰۰ ناروغان له پاسپورټ او ويزې پرته پاکستان ته تللي دي.

هغه زياته کړه: «د ننګرهار د صحت عامې رياست يو ځانګړی کمېسيون لري چې هره ورځ د لسګونو ناروغانو کتنه کوي او هغه ناروغان چې واقعاً يې دلته درملنه نه کېږي او پاکستان ته د تګ اړتيا ولري، لېست کې يې نوم ليکل کېږي، بيا يې دلته موږ پاکستاني مسوولينو ته سپارو.»

تورخم له پاکستان سره پر ډيورنډ کرښه پرته دروازه ده چې هره ورځ پرې زرګونه کسان پاکستان ته تګ راتګ کوي.

Views: 103

Exit mobile version