Pajhwok Afghan News

کندهار کې له ۶۰۰ جریب ډېره ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوې ده

کندهار (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۱): د کندهار سیمه‌ییز مسوولین وايي، د اسلامي امارت د مشرتابه له فرمان وروسته چې د نشه‌يي توکو نه کرلو په اړه یې صادر کړی و، په تېرو شاوخوا اتو میاشتو کې د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې له ۶۰۰ جریب ډېره ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوې ده.

د دغه ولایت د والي ویاند حاجي زید وایي، د اسلامي امارت د مشرتابه له حکم وروسته ولایتي اداره د کوکنارو او بنګو د کښت پر وړاندې جدي مبارزه کوي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې دغه نشه‌يي توکي وکري او حاصل یې واخلي.

د هغه په وینا، د کندهار په ارغنداب، پنجوايي، ژېړۍ، شاولیکوټ او میوند ولسوالیو کې تر نورو ډېر کوکنار کرل شوي وو چې له منځه وړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: «تر اوسه له شپږ سوه جریبه ډېره ځمکه له کوکنارو پاکه شوې، اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې نشه‌يي توکي وکري.»

هغه وویل، اوس هم په ولسوالیو کې ټولې سیمې تر څار لاندې دي او که په هره سیمه کې څوک کوکنار وکري نو له منځه وړل کېږي.

بلخوا کروندګر وایي، دوی ته دې د کوکنارو بدیل ورکړل شي؛ ځکه نور معمول کښتونه هغسې نه دي چې د کوکنارو ځای ونیسي او دوی ته یې ګټه ورسېږي.

د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکی نظرمحمد -چې یو جریب کوکنار يې له منځه وړل شوي- وایي، که څه هم زړه یې نه و چې کوکنار وکري خو له مجبورۍ یې دغه کښت ته مخه کړه.

هغه وویل: «له موږ سره دې کومک وشي څو بدیل کښتونه وکرو، د غنمو په کښت خو زه کور نه شم ساتلای.»

د پنجوایي ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالصمد چې پر دوه جریب ځمکه کرل شوي کوکنار یې اړول شوي، هم غوښتنه کوي چې دولت دې د اوبو، برمو او کرنې په نورو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي څو خلک د کوکنارو کرلو ته اړ نه شي.

ده وویل: «که موږ ته اوبه، تخمونه، کود او نور داسې وسایل برابر شي بیا خو موږ هیڅ کله تریاک نه کرو، خو اوس موږ مجبور یو؛ غنم، جوار او نور توکي هیڅ ګټه نه راته کوي، ان خپل سر نه جوړوي.»

کروندګر وایي، دا چې د تریاکو بیه لوړه ده نو ځیني بزګران د اقتصادي ستونزو له امله هڅه کوي په پټه توګه کوکنار وکري، خو که د خلکو اقتصاد ښه شي او نور ګټور بدیل کښتونه وکړي نو کوکنار به و نه کرل شي.

که څه هم د کوکنارو بدیلو کښتونو په اړه مخکې کروندګرو ته ژمنې ورکول شوې، خو تر اوسه نه دي عملي شوې.

پر همدې مهال، د کرنې ریاست مسوولین وایي، په بېلابېلو ولسوالیو کې له لسګونه زره کروندګرو سره د موسسو په همکارۍ د تخمونو او کېمیاوي سرې مرسته شوې او دا لړۍ به لا دوام ولري.

د کندهار د کرنې ریاست د کرنېزو چار امر مولوي شمس‌الرحمن موسی په دې اړه وایي: «موږ په تېرو درېيو میاشتو کې د کندهار په ډېرو ولسوالیو کې ۴۲ زره بزګرو ته د موسساتو په مرسته کېمیاوي کود او تخمونه وېشلي او دا مرسته به نور هم دوام ولري.»

د هغه خبره، دا هم د کوکنارو یو ډول بدیل کېدای شي خو دوی هڅه کوي چې کروندګرو ته نورې مرستې هم جلب کړي.

په کندهار کې تر تېرې اونۍ پورې د ولسوالیو په بازارونو او نورو هغو یو ورځني بازارونو کې -چې په ځینو ولسوالیو کې د پنجشنبې په ورځو کې جوړېږي- تریاک په عام ډول پلورل کېدل؛ خو تېره اوونۍ چارواکو په ولسوالیو کې هم په عام ډول د تریاکو پر پېر او پلور بندیز ولګاوه.

Views: 112

Exit mobile version