Pajhwok Afghan News

د کرکټ ملي لوبډله له پاکستان سره درې شل اووریزې لوبې کوي

کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۱): ټاکل شوې چې افغان کرکټ ملي لوبډله د راتلونکې مارچ میاشتې په پای کې له پاکستان سره په متحده عربي اماراتو کې درې شل اووریزې لوبې ترسره کړي.

دغه څرګندونې د پاکستان د کرکټ بورډ مشر نجم سیټي په خپله ټوېټرپاڼه کې کړې دي.

نوموړي ويلي: «خوښ یم اعلانوم چې د پاکستان کرکټ لوبډله د مارچ میاشتې په پای کې د افغانستان له کرکټ لوبډلې سره په شارجه کې درې شل اووریزې لوبې کوي.»

د پاکستان د کرکټ بورډ مشر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تر دې مخکې د اسټرالیا کرکټ بورډ له افغانستان سره له درېیو یو ورځنیو نړۍوالو لوبو له دې امله انکار وکړ چې په افغانستان کې ښځو او نجونو ته د زده‌‌کړې او کار حقونه نه ورکول کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ له پاکستان سره د لوبو په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شل اووریزو لوبو عواید به ۵۰-۵۰ سلنه پر دواړو هېوادونو ووېشل شي.

Views: 176

Exit mobile version