Pajhwok Afghan News

پخواني ولسمشرانو اشرف غني او حامد کرزي ترکیه او سوریه کې د زلزلو پر مرګ‌ژوبلې خواشیني ښودلې ده

restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان پخواني ولسمشرانو محمداشرف غني او حامد کرزي په ترکیه او سوریه کې د زلزلو له امله پر  اوښتې مرګ‌ژوبلې خواشیني څرګنده کړې ده.

نن سهار د ترکیې او سوریې په ځینو ښارونو کې د ریښتر په کچه د څه کم اته درجې زلزلې له امله زرګونه کسان مړه او لسګونه زره نور ژوبل شوي دي.

د راپورونو له مخې، یوازې په ترکیه کې تر اوسه دوه زره کسان مړه او تر لسو زرو ټپیان شوي، دغه راز په سوریه کې هم تر ۱۵۰۰ ډېر کسان مړه او زرګونه نور ژوبل شوي دي.

پخواني ولسمشر اشرف غني په یوه ټویټ کې د دې زلزلو پر اوښتو زیانونو خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو کورنیو ته یې د ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي دي.

دغه راز پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر دې پېښې خواشیني څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د بېړنۍ شفا غوښتنه کړې ده.

مخکې له دې د افغانستان اسلامي امارت هم پر یاده پېښه خواشیني څرګنده کړې وه.

[/restrict]

Views: 172

Exit mobile version