جلالاباد (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱): د ننګرهار مرکز جلالاباد ښاروالۍ مسوولين وايي، په روان کال کې یي له خپلې انکشافي بودجې د ۲۹۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۴ لویو پروژو چارې پیل کړې چې ۸ یې بشپړې شوې دي.
دغه څرګندونې د جلالاباد ښاروالۍ د تخنيکي او سکټوري چارو رييس انجينر عبيدالله شېرزاد نن د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
نوموړی وايي، جلالاباد ښاروالۍ د ۱۴۰۱ کال په انکشافي برخه کې د ۲۹۰ میلیون افغانیو په ارزښت په مختلفو ناحیو کې ۱۴ پروژې پلان کړې وې چې له دې ډلې ۸ یې بشپړې شوې او پاتې نور يې تر کار لاندې دي.
شېرزاد همداراز زياتوي، په ۱۴۰۱ کال کې دغې ادارې ته ۵۵۸ میلون افغانۍ عواید هدف ټاکل شوی چې تر اوسه يې د کال تر پای ته رسېدو درې مياشتې وړاندې ۳۷۹ میلون افغانۍ عواید راټول کړي او تمه لري چې د کال تر پای پورې له ټاکل شوي هدف ډېر عواید راټول کړي.
هغه دا هم وايي: «د ښاروالۍ له لوري په مختلفو برخو کې پرمختګونه رامنځته شوي چې په ځانګړې توګه په ساختماني برخه کې د سړکونو کانکریټ، قیرریزي یا اسفالټ، ویالو او پلچکونو جوړول یې د یادولو وړ بولو.»
شېرزاد وايي، د ښار پاکولو په برخه کې په تېرو لسو میاشتو کې ۱۴۶زره متره مکعب کثافات د ښار له مختلفو ساحو راټول شوي او له ښاره بهر لېږدول شوي دي.
د ښاروالۍ یاد مسوول له خلکو غواړي چې د صفايي ټکسونو او مالياتو پر وخت ورکړې سره دې د ښاروالۍ د عوايدو په زياتولو کې برخه واخلي.
د ښاروالۍ د تخنيکي او سکټوري چارو رييس وايي، جلالاباد ښار د نفوس زياتوالي له امله له ګڼېګوڼې او بېنظمۍ سره مخ شوی چې دوی د ښاري پراختيا لپاره د نوي ښار پر پروژې هم کار روان کړی دی.
نوموړی زياتوي: «د نوي ښار پروژه به پر ۳۸ زره جريب ځمکه باندې پلې شي چې په کې به د يو ښار ټولو سهولیتونو ته پاملرنه شوې وي.»
د جلالاباد ښاروالۍ د مسوولينو په وينا، په ننګرهار ولايت کې د ښاروالۍ اړوند غصب شوو ځمکو بېرته راګرځولو چارې یې هم پيل کړې دي.
Views: 104