ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښاریان د پیازو بیې له لوړېدو شکایت کوي

کابل ښاریان د پیازو بیې له لوړېدو شکایت کوي

author avatar
7 Feb 2023 - 17:40
کابل ښاریان د پیازو بیې له لوړېدو شکایت کوي
author avatar
7 Feb 2023 - 17:40

کابل (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱): کابل ښاریان او هټۍوال د پیازو بیې له لوړېدو شکایت کوي او وايي چې پاکستان ته د دغه محصول د لېږد مخه باید ونیول شي.

خو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وايي، د سړو خونو جوړولو کار روان دی څو خلک په راتلونکو کلونو کې د محصولاتو له کمښت سره مخ نه شي.

د کابل ښار په سبزیو مارکېټ کې یوه هټۍ‌وال محمدعلم پژواک خبري اژانس ته وویل: «دوې میاشتې کېږي چې د پیازو بیه لوړه شوې او ثابت نه دی، نن ورځ موږ یو من پیاز له مارکېټه په ۴۴۰ افغانۍ وپېره او په ۴۵۰ افغانیو یې پلورو.»

د هغه په خبره، خلک په دې بیه د پیازو اخیستو توان نه لري او حکومت یې باید نرخ کنټرول کړي.

نوموړي زیاته کړه، دوې میاشتې مخکې د یو من پیازو بیه شاوخوا ۲۰۰ افغانۍ وه، خو اوس نږدې ۵۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده.

هغه د پیازو د بیې لوړېدو لامل پاکستان ته د دغه محصول صادرېدل وبلل.

هغه وویل، که بهر ته د پیازو د صادراتو مخنیوی وشي، په بیه کې به یې هم کموالی راشي.

نظرمحمد چې له ۲۰ کلونو راهیسې د کابل ښار په مارکېټ کې د پیازو او کچالو دوکان لري وايي، د دوو میاشتو مخکې په پرتله د پیازو بیه لوړه شوې او اوس یو من پیاز په ۴۵۰ افغانیو پلوري.

هغه زیاته کړه چې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی او حکومت باید د پیازو د بیې لوړېدو مخه ونیسي.

نوموړي وویل: «دوې میاشتې مخکې یو من پیاز په ۲۲۰ افغانۍ و، خو اوس ۴۵۰ افغانیو ته رسېدلي، ځکه پاکستان ته یې صادرات زیات شوي چې له همدې امله په هېواد کې هم بیه یې لوړه شوې ده.َ»

بل‌خوا، عام خلک هم د پیازو د بیې له لوړېدو شکایت لري او له حکومته د دغه محصول د بیې د کنټرول غوښتنه کوي.

د کابل د تایمني سیمې اوسېدونکي عیدمحمد وویل: «نن راغلم چې پیاز او کچالو واخلم، څو ځایه وګرځېدم چې دلته مې نیم من پیاز په ۲۴۰ افغانۍ واخیستل، دوې میاشتې مخکې د یو من پیازو بیه ۲۲۰ افغانۍ وه خو اوس بې کچې لوړ شوي دي.»

هغه له حکومته وغوښتل چې د پیازو او نورو ترکاریو د بیو کنټرول ته پاملرنه وکړي.

دغه‌راز، د کابل د کلوله‌پشته سیمې اوسېدونکی بشیراحمد د پیازو بیې له لوړېدو شکایت کوي او وايي: «زه یو کراچي‌وان یم، واقعاْ چې د یو من پیازو اخیستو لپاره د ۴۵۰ افغانیو ورکولو توان نه لرم او حکومت باید دغه بیه کنټرول کړي.»

د کابل نړۍوال مارکېټ کې په عمده ډول د پیازو او کچالو پلورونکو اتحاديې رییس میرویس حاجي‌زاده وايي چې د پیازو د بیې لوړېدل بېلابېل لاملونه لري.

هغه زیاته کړه، د پیازو د بیې لوړېدو یو لامل دغه محصول ته د پاکستان د تقاضا لوړېدل دي.

هغه په هېواد کې د کرنیزو محصولاتو د تولید کچې نامعلوموالی هم د پیازو د بیې لوړېدو لامل وباله او ویې ویل، افغانستان یو کرنیز هېواد دی، خو د تولیداتو کچه یې معلومه نه ده.

نوموړي وویل: «تر یوې یا دوو میاشتو به د پیازو بیه په همدې ډول وي خو موږ ژمنه کوو کله چې د جلال‌اباد پیاز ورسېږي، بیه به یې ټیټه شي.»

هغه له حکومته وغوښتل چې د کروندګرو د محصولاتو لپاره سړې‌خونې جوړې کړي او دوی ته یې په واک کې ورکړي.

همداراز د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده پژواک ته وویل: «د پیازو بیه هم په ګاونډیو هېوادونو او هم زموږ په بازارونو کې لوړه شوې ده.»

هغه زیاته کړه، افغانستان له بېلابېلو هېوادونو لکه ایران، ازبکستان او قزاقستانه واردات لري، خو د هغه په وینا، د دغه وارداتو لړۍ د سړې هوا له امله په هېواد کې د رامنځته شوو ستونزو په دلیل ټکنۍ پر مخ روانه ده.

جواد وايي: «هم حکومت او هم خصوصي سکټور د سړو خونو پر جوړولو او فعالولو کار کوي څو د محصولاتو له کمښت سره مخ نه شو او په راتلونکي کې خپل حاصلات زېرمه او بازار ته وړاندې کړو.»

Views: 71

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.