جلالاباد (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۱): په ننګرهار ولایت کې د روږدو راټولولو او درملنې کمپاین په لومړۍ ورځ ۲۰۰ نشهیان راټول شوي دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند نقيبالله رحيمي د سلواغې په ۱۹مه پژواک اژانس ته وويل، نن د دوی په مشرۍ د امنيې قوماندانۍ د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزې مدیریت په همکارۍ، په دغه ولايت کې د روږدو راټولولو او درملنې کمپاين پيل شو.
هغه زياته کړه، د کمپاين په لومړۍ ورځ د جلالاباد ښار له بېلابېلو ناحیو څخه ۲۰۰ نشهیان راټول او د درملنې په موخه د ننګرهار د معتادینو ۱۷۰ بستریز روغتون ته ولېږدول شول.
رحیمي زياتوي، دغه روږدي به په یاد روغتون کې له ۴۰ ورځنۍ درملنې او مشورې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شي او تر یوه کال به د روغتون د ټولنیزو کارکوونکو له لوري څارل کېږي چې بیا پر نشو روږدي نشي.
هغه وايي، په یاده موده کې به روږدو ته درمل، خوراکي او نور اړین توکي وړیا ورکول کېږي او په معیاري بستر خونو کې به یې درملنه کېږي.
د اسلامي امارت د رهبرۍ د پرېکړې له مخې، په ټول هېواد کې د روږدو د درملنې او راټولولو هڅې پيل شوې چې تر دې وړاندې په کابل کې د پول سوخته په نوم د روږدو راټولېدو یو مهم ځای له روږدو پاک شوی او زرګونه دغه کسان د درملنې لپاره وړل شوي دي.
Views: 161