کندهار (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۱): د کندهار د ارغستان ولسوالۍ په منګچر سیمه کې د ډنمارک کډوالو شورا/ DRC له لوري د ۹۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو زېرمه کولو یو چیکډیم جوړ او پرانیستل شو.
د دغه چیکډیم د پرانیستې په مراسمو کې د ډنمارک کډوالو شورا مسوولینو، د کندهار د اقتصاد رییس او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی وو.
د کندهار د اقتصاد رییس ملا عبدالسلام بریالي وویل، دغه چیکډیم د ډنمارک کډوالو شورا له لوري د ۹۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د شپږو میاشتو په موده کې جوړ شوی دی.
نوموړی وايي، دغه چیکډیم ۱۱۰ متره اوږدوالی او ۱۲ متره لوړوالی لري چې ۴۰۰ زره متره مکعب اوبه زېرمه کولی شي.
هغه زیاته کړه: «د دغه چیکډیم له جوړېدو سره به تر ځمکې لاندې د اوبو کچه لوړه شي، اوس هم دلته یوه اندازه اوبه ذخیره شوې دي چې دا به د کروندګرو او خلکو لپاره د اوبو په برخه کې ګټور تمام شي.»
د سیمې اوسېدونکي هم د چیکډیم جوړېدو ته خوښ دي او وايي، له دې سره به د بارانونو هغه اوبه راوګرځول شي چې مخکې بېځایه بهېدلې.
د ارغستان ولسوالۍ د منګچر سیمې یو اوسېدونکی ملا اللهداد وایي، دوی تر هر څه ډېره اړتیا د اوبو بندونو ته لري، په دغه ولسوالۍ کې دې ورته نور کوچني بندونه جوړ شي او د ځمکو خړوبولو لپاره ویالې ترې را بېلې شي.
د ارغستان اوسېدونکي وایي، له وچکالۍ سره په دغه ولسوالۍ کې اوبه تر اویا متره پورې کښته شوې وې، اوس چې په دغه بند کې یوه اندازه اوبه زېرمه شوې، نو تر ځمکې لاندې اوبه درې متره ورسره راپورته شوې دي.
د یادې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی سیدالله وایي، که څه هم د دې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې تر ځمکې لاندې اوبه لوړې دي خو خلک دومره وس نه لري چې د ماشین یا هم لمریزو هندارو په وسیله یې راوباسي.
هغه وویل: «زموږ په ولسوالي کې په ډېرو ځایونو کې اوبه کښته شوې دي، خو په ځينو ساحو کې اوبه لوړې دي، پر څلور او پنځه متره اوبه دي، خو موږ دومره وس او توان نه لرو چې دا اوبه راپورته کړو او کښتونه اوبه کړو.»
د منګچر کلی د ارغستان ولسوالۍ له مرکزه په لرې ساحه کې پروت دی چې هلته د پوهنې، روغتیا او نورو برخو کې هیڅ خدمات نشته.
د دې سیمي اوسېدونکي وایي، د ولسوالۍ تر مرکز پورې نږدې دوه ساعته د موټر لار ده او یوازې د ولسوالۍ په مرکز کې روغتیايي کلینیک لري نور په ټوله ولسوالۍ کې روغتیايي مرکز نشته.
دوی غوښتنه کوي، د روغتیايي خدمتونو په ګډون دې په ګڼ مېشتو کې کلیو کې کلینیکونه، ښوونځي او نور خدمات فعال شي.
د منګچر کلي یو بل اوسېدونکی فضل محمد په دې اړه وایي: «موږ په کلي نه کلینیک لرو، نه ډاکټر شته، نه مکتب شته، د ولسوالۍ بازار ته چې ځو یو نیم ساعت – دوه ساعته لار ده، نو موږ ته باید دلته کلینیک جوړ شي.»
ارغستان ولسوالي د کندهار ښار په سوېلختیځ کې، ډيورنډ کرښې ته څېرمه په سل کیلومتره واټن کې پرته ده چې له زابل سره هم ګډه پوله لري او ډېری خلک یې پر کرنې بوخت دي.
Views: 122