Pajhwok Afghan News

کابل کې دوه انسان‌تښتوونکي نیول شوي او یو کس یې له بنده راخوشی شوی

کابل (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۱): کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو د کابل ښار یوولسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې دوه انسان‌تښتونکي نیولي او یو تښتول شوی کس یې ترې ژغورلی دی.

کورنیو چارو وزارت د یادو څرګندونو ترڅنګ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې تښتول شوی کس (محمدقاسم) څه موده مخکې د کابل ښار شپاړلسمې امنیتي حوزې له اړوند سيمې تښتول شوی و او د یوولسمې امنیتي حوزې اړوند په قلعه نجارا سیمه کې ساتل کېده.

دغه تښتول شوی کس د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې ويډیو کې وایي چې دی د قلعه زمان‌خان له سيمې وتښتول شو.

هغه له امنیتي ځواکونو خوښي څرګندوي چې د ده د خلاصون لپاره یې هلې ځلې کړې دي.

Views: 220

Exit mobile version